د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس د جنورۍ په ۳۰ مه نېټه خبر ورکړ چې د داعش پر ضد د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف په همدې ورځ د سوريې پر ختيځ ديرالزور ولايت هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۸ عام وګړي وژل شوي دي.
د سوريې خبري اژانس د ځايي خبري سرچينې په قول خبر ورکړ چې نړيوال ائتلاف په همدې ورځ د سوريې د ديرالزور ولايت په باګوز علاقه دارۍ کې پر څو کورونو توغندي وتوغول چې له امله يې ۳ ښځې او ۵ ماشومان وژل شوي او څو نور عام وګړي ټپيان دي. دا چې د ځينو ټپيانو روحتيايي حالت ډېر خراب دی، نو ښايي د مرګ شمېر لوړ شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |