CRI Online

د خلکو په ورځپاڼه کې د چين د پسرلني اختر په وياړ د مرکزي تلويزيون د هنرې نندارې په اړه ځيني خبرونه خپاره شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-31 17:17:40

په دې وروستيو ورځو کې د چين د خلکو په ورخپاڼۍ کې هغه درې مقالې خپرې شوې چې عنوان يې په جلا جلا توګه دا دی: په خوشحالۍ سره به پسرلنی اختر تېر کړو،چين لومړی ځل په برياليتوب سره د 5G انټرنټي تکنالوژۍ په وسيله د فرضي تلويزيوني پروګرامونو د جوړولو او ليږلو ازموينه تر سره کړه او چين لومړی ځل په برياليتوب سره د 5G انټرنټي تکنالوژۍ په وسيله د 4k په شفافيت د تلويزيوني پروګرامونو د ليږدولو ازموينه تر سره کړه.دغې ورځپاڼۍ د يادو مقالو د خپرولو له لارې د ۲۰۱۹کال د چين د پسرلني اختر په وياړ د مرکزي تلويزيون د هنري نندارې د پيل لپاره تيارياني نيولې دي.

د چين د خلکو ورځپاڼې په خوشحالۍ سره د پسرلني اختر د تېرېدو تر عنوان لاندې يوه مقاله کې ليکلي چې د دې اختر په رارسېدو سره به ډېر ژر د ۲۰۱۹ کال د پسرلني اختر په وياړ د چين د مرکزي تلويزيون د هنرې نندارې پرده پورته شي. سږني هنري ننداره به د چين د ميديا ګروپ تر جوړېدو وروسته د لومړۍ همدغۍ هنرۍ نندارې په توګه په نوې زمانه کې د نيکمرغه پسرلني اختر د تېرېدو تر عنوان لاندې په نړۍ کې ټولو چينايانو ته وړاندې شي.

طنز هر کال تل د دې نندارې په ترڅ کې د پاملرنې وړ دی .د ۲۰۱۹ کال د پسرلني اختر په وياړ په هنري ننداره کې طنزي خپرونه به د خلکو ترمنځ د تګ راتګ، د مشتريانو او خدمتګرو ترمنځ د متقابل تفاهم او د خلکو له ژوند سره تړاو ولري.

د دې ترڅنګ به په دې هنري ننداره کې ډېرې سندرې وويل شي چې پکې به د چپني خوب،د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې ،د نوي کال او قومونو په تړاو سندرې شاملې و.

سربېره پردې په دې ننداره کې نڅاوې،اوپرا ،جادو او نور پروګرامونه هم شامل دي.

د ۲۰۱۹ کال د پسرلني اختر په وياړ د مرکزی تلويزيون د هنري نندارې خپرونه به د لومړي ځل لپاره په ډېرو ميديايي لارو چارو وړاندې شي. نو کتوونکي نه يوازې د موبايل تليفون په وسيله بلکې د چين د بای دو په نوم د شرکت د سوفټوير په وسيله دغه ننداره کتلی شي.

د خلکو ورځپاڼې په هغه مقاله کې چې عنوان يې دی چين لومړی ځل په برياليتوب سره د 5G انټرنټي تکنالوژۍ په وسيله د فرضي پروګرامونو د جوړولو او ليږدولو ازموينه تر سره کړه. ويل شوي چې د چين ميديا ګروپ د جنورۍ په ۲۸مه نېټه له چاينا يونيکام (China Unicom) او د چين د جي لين ولايت په چانګ چون ښار کې د هوا وي له فرعي شرکت سره دغه ازموينه تر سره کړه او په دې ښار کې يې د 5G انټرنټي تکنالوژۍ په وسيله د يادې نندارې د ژوندۍ خپرونې لپاره تخنيکي تياريانې ونيولې.

دغه ازموينه تر دې وروسته چې په چين کې د 5G انټرنټي تکنالوژۍ لومړی ميديايي لابراتوار د جنورۍ په ديارلسمه نېټه په برياليتوب سره د دې تکنالوژۍ په وسيله د د 4k په شفافيت تلويزيوني پروګرامونه وليږل ، بله مهمه ازموينه ده او د دغې تکنالوژۍ په وسيله د نوي ميديايي ډګر د جوړولو په برخه کې د چين د مرکزي ميديايي ګروپ بل پرمختګ هم دی.له دې څخه ښکاري چې د چين مرکزي ميديايي ګروپ په نړۍ کې د يوه اغيز لرونکي خبري ګروپ د جوړولو او د نويو تخنيکونو په وسيله د خپل پرمختګ د موندلو لپاره مهم ګام اوچت کړی دی.

سربېره پردې يادې ورځپاڼۍ په همدې ورځ بله مقاله هم خپره کړه چې عنوان يې دی چين د لومړي ځل لپاره په برياليتوب سره د د 5G انټرنټي تکنالوژۍ په وسيله د 4k په شفافيت د تلويزيوني پروګرامونو د ليږدولو ازموينه تر سره کړه.دغې ازموينې د ۲۰۱۹ کال د پسرلني اختر په وياړ د مرکزي تلويزيون د هنري نندارې د خپرولو لپاره هم تيارياني نيولې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای