د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په ۳مه نېټه وويل، د طالبانو لخوا وړاندی شوی هغه پلان چې وايي د سوله ييز تړون تر لاسليکېدو وروسته به د افغانستان ملي پوځ ړنک شي، د حکومت د امنيتي نظام په موخه يوه دسيسه ده، نو هغه دغه پلان سخت وغانده.
څو ورځې مخکې د طالبانو پلاوي له امريکا سره خبرې اترې وکړې، د دې پلاوي استازي شيرمحمد عباس ستانکزي ويلي چې د افغانستان اوسني پوځونه د امريکا تر مرستې لاندې جوړ شوي او قانوني نه دي. کله چې امريکايي پوځ له افغانستان څخه ووځي، نو افغانستان دې پوځونو ته اړتيا نه لري.
اشرف غني وويل، د شير محمد دغه نظر يوه دسيسه ده او موخه يې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو ړنګول دي. د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له امنيتي او دفاعي ځواکونو نه پرته سوله د منلو وړ نه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |