CRI Online

تر ټولو د پام وړ کسان

cri     (GMT+08:00) 2019-02-05 15:41:07

د هر کال د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې عمومي منشي شي جين پينګ د چين بېوزلو سيمو ته ځي. لکه هغه ويلي چې د نوي کال د رسېدو په وخت کې زما لپاره تر ټولو د پام وړ کسان بېوزلي خلک دي. که موږ د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه د عمومي منشي شي جين پينګ پخوانيو ليدنو ته ګورو، نو ليدل کېږي چې هغه د هېواد ټولو بېوزلو سيمو ته تللی، د بېوزلو خلکو له واقعي ژوند څخه يې ليدنه کړې، د بېوزلو سيمو د وروسته پاتې کېدو د لاملونو په اړه يې څېړنې کړې او د اړوندو کارونو لوری او موخې يې ټاکلې دي. د چين د لوړ پوړي مشر په توګه شي جين پينګ څو ځله دغه خبره تکرار کړه چې د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې د هراړخيزې ابادۍ په لار کې موږ هېڅ بېوزله کس نه پرېږدو، بزګران دې د اصلاحاتو او پرمختګ له لاسته راوړنو څخه برخمن وي. اوس مو د خلکو ژوند په اړه د شي جين پينګ د کيسو دوهمه برخه چې نوم يې دی تر ټولو د پام وړ کسان، تاسو ته وړاندې کړو.

شي جين پينګ: تېر کال څومره کسانو وادونه کړي؟

ګوه جيان چون: ۷ تنه.

دا د ۲۰۱۶ کال لپاره د چين د کلنيو دوو مجلسو په ترڅ کې د شي جين پينګ او د هو نان ولايت د تو جيا او مياو قوم کورواک ښار له مشر ګوه جيان چون ترمنځ خبرې دي. شي جين پينګ د دغه کورواک ښار د شه با دونګ په نامه د يو کلي له حال څخه پوښتنه کوله. د واده کولو له حالت څخه په حقيقت کې د بېوزلو سيمو پرمختيايي حالت څرګندېدای شي. د بېوزليتوب په اثر پخوا په دغه کلي کې د نارينه ځوانانو لپاره واده کول ډېر ستونزمن کار و. د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې شي جين پينګ دغه کلي ته تللی او ليدنه کتنه يې کړې ده. د کليوال شه چي ون په کور کې شي جين پينګ ورڅخه د ژوند حالت پوښتنه وکړه.

شي: موړ شوی؟ وريجې دې بس دي؟

شه: بس دی، موږ د حبوباتو يو ګودام لرو.

د چيني حکومت د اړوند معيار له مخې، هغه کلی چې د هر کليوال پر سر يې کلني عايدات له ۲۳۰۰ يوانو نه کم دی، د بېوزلۍ په حال کې دی. خو په ۲۰۱۳ کال کې د شه با دونګ کلي د هر تن پر سر کلني عايدات يوازې څه کم ۱۷۰۰ يوانه و. شي جين پينګ په دغه کلي کې له بېوزلۍ څخه د ژغورنې په موخه د دقيقې مرستې په اړه وړانديز وکړ. هغه پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د ځايي واقعيتونو سره سم ځانګړې لارښوونه او مرسته وکړو. تر دې وروسته په شه با دونګ کلي کې د پنځو ډولو صنعتي چارو د پرمختګ پلان وټاکل شو. په ۲۰۱۷ کال کې د دغه کلي ټولو اوسېدونکو ځانونه له بېوزلۍ څخه ژغورلي او دغه کلی له بېوزلۍ څخه د ژغورنې په برخه کې د دقيقې مرستې يوه نمونه ګرځېدلې. د شتمن کېدو تر څنګ د کلي زيات شمېر نارينه ځوانانو د خپلې خوښې وړ نجونو سره وادونه هم کړي دي. د کليوال شه چي ون او د هغه د مېرمنې په ژوند کې هم ستر بدلون راغلی دی.

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې نوی کال د راتګ په حال کې دی. د شي جين پينګ په زړه کې د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادۍ موخه دا ده چې په چين کې د بېوزلو کسانو په شمول ټول وطنوال د احترام او وقار وړ نيکمرغه ژوند ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای