CRI Online

له زړو کسانو سره د شي جين پينګ د زړه خواله

cri     (GMT+08:00) 2019-02-05 16:29:10

له زړو کسانو سره د شي جين پينګ د زړه خواله

د خپلې کورنۍ له غړو سره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له هغو عکسونو څخه چې لږ خپاره شوي، دوه عکسونه يې له مور او پلار سره د شي جين پينګ ژوره مينه څرګندوي چې په يو عکس کې شي جين پينګ په ويلچر کې ناست خپل پلار بيايي، په بل عکس کې شي جين پينګ له مور سره يې لاس په لاس د ګرځندو په حال کې. اوس په چين کې د زړو کسانو شمېر په ګړندي توګه د زياتېدو په حال کې دی، د زړو کسانو لپاره د ژوند ښه ترتيبات د رئيس شي جين پينګ د ډېرې پاملرنې وړ موضوع ده. په نننۍ خپرونه کې تاسو ته د خلکو د ژوند په اړه د شي جين پينګ د کيسو د لړۍ درېيمه برخه وړاندې کوم چې نوم يې دی ((له زړو کسانو سره د شي جين پينګ د زړه خواله)).

(اواز) سپين سرې: (( موږ له رئيس شي څخه ډېره مننه کوو.))

رئيس شي: ((له روغتيا ډک اوږد عمر لرل زموږ ګډه هيله ده، ستاسو د دايمي خوشحالۍ او نيکمرغۍ په هيله!))

دغه خبرې شي جين پينګ په شانکهای کې د يو سپين ږيري د حال احوال پوښتنې کولو په وخت کې وکړې. اوس په چيني ټولنه کې د وګړيو د عمر د زړېدو سرعت يوه سخته مسئله ده. اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په چين کې د زړو کسانو شمېر 487 مليونو ته ورسېږي چې دغه شمېر به د چين په عمومي نفوس کې 34.9 سلنه ونيسي. رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۲ کال کې د چين د دولت رئيس په توګه له ټاکل کېدو راهيسې، له ډېرو بوختياوو سره سره کله نا کله له زړکتونونو او مستري خانو څخه ليدنې کوي تر څو په دغو ځايونو کې د زړو کسانو له حال احوال څخه ځان خبر کړي او له نږدې د زړو کسانو د پالنې د چارو حالات وويني.

د ۲۰۱۳ کال په پای کې رئيس شي جين پينګ د بېجينګ د های ديان ناحيې د سه جي چينګ په زړکتون کې له يوې جوړې ليو جونګ ان او جانګ جون چيو سره خبرې وکړې چې عمرونه يې له اتيا کالو څخه زيات دي.

(اواز) شي جين پينګ (( تاسو ولی دغه زړکتون ته راغلی ؟))

سپين سرې: ((دلته طبي شرايط بشپړ دي، مثلا زموږ د وينې شکر د څارنې او د سيرومو لګولو په شمول درملنې د کټ مخې ته ترسره کېدای شي. برسيره پر دې، د ډوډۍ پخولو په شمول د ژوند يو لړ مسئلې هم په ښه توګه حل شوې، نو په دغه زړکتون کې په اوسېدو سره مې وخت پيدا کړی چې په ځينو فعاليتونو کې ګډون وکړم. ))

شي جين پينګ: (( ستاسو اولادونه دلته راځي او تاسې ګوري؟ ))

سپين سرې:((اولادونه هره اوونۍ دلته راځي.))

شي جين پينګ ((ايا غواړئ چې بېرته کور ته ستانه شئ؟))

سپين سرې: ((نه غواړم بېرته کور ته ستون شم، ځکه په کور کې له ژوند سره عادت نه يم. )) شي جين پينګ: ((ستاسو د نيکمرغۍ په هيله!))

شانګهای د چين لومړی لوی ښار دی چې نفوس ډېره برخه يې د زړېدو په حال کې ده، د شانګهای په هونګ کو ناحيه کې له ۶۰ کاله زيات عمر لرونکو شمېر د دې ناحيې د نفوسو ۴۰ سلنه نيولې. د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۶مه نېټه شي جين پينګ د هونګ کو ناحيې د زړو کسانو د پالنې له مرکز څخه ليدنه کتنه وکړه او د هغوی د حال احوال پوښتنه يې وکړه. ((اوس په چين کې د زړو کسانو شمېر د ګړندي زياتېدو په حال کې دی، د زړو کسانو ژوند د مرکزي حکومت د ډېرې پاملرنې وړ مسئله ده، د خلکو د نيکمرغه ژوند يوه مهمه برخه د زړو کسانو د ژوند نيکمرغي ده. نو د دې مرکز د کاروونکو کارونه ستر اهميت لري، دا مې وليدل چې دلته ټول زاړه کسان خوشحال دي. ستاسو د نيکمرغۍ په هيله!))

د مالوماتو له مخې، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال تر پايه پورې به د شانګهای په هونګ کو ناحيه کې د زړو کسانو د ورځنۍ پالنې مرکزونه ۶۰ ته زيات شي او د دې چارو د کارګرو شمېر به ۵۰۰ تنو ته ورسېږي. نه يوازې د هېواد په ختيځ لويو ښارونو کې، بلکې د لوېديځې سيمې په ځينو ولايتونو او ښارونو کې هم د زړو کسانو د پالنې لپاره بېلا بېل کارونه پيل شوي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای