د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۵مه نېټه څو نامعلومو وسله والو د افغانستان په شمال ختيځ د تخار ولايت پر يوې ځايي راډيو بريد وکړ او د يادې راډيو دوه خبريالان يې په ډزو ووژل.
د افغانستان د خبريالانو د مصونيت کمېټې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې څو اورپکي د سوداګريزو اعلانونو د خپرولو په پلمه همصدا راډيو ته ننوتل، ورپسې يې په ډزو ۲ خبريالان ووژل. د تخار ولايت حکومتي وياند په دې اړه وويل چې د بريد ګرو حيثيتونه او د بريد هدفونه لا تر اوسه معلوم نه دي. پوليس اوس په پلټنې بوخت دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |