د پاکستان صدراعظم عمران خان د فبرورۍ په ۶مه نېټه وويل چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به د دغه هېواد په جنوب لويديځ کې بلوچستان ايالت ته يو لړ اقتصادي فرصتونه ورسوي.
د خبر له مخې، عمران خان د بلوچستان عوامي ګوند له سياسي استازي سره د خبرو په ترڅ کې وويل چې د ګوادار بندر پرمختيا به د بلوچستان خلکو ته زيات چانسونه ورسوي او يوه نوې پاڼه به پرانيزي.
د بلوچستان د پرمختيا لپاره د دغه ګوند د پلان په هکله عمران خان وويل چې ځوانانو ته د تخنيکونو ورزده کول د دوی لومړنی هدف دی او د دغه هدف د پوره کېدلو لپاره په دغه ايالت کې د تخنيکونو پوهنځي د جوړېدو په حال کې دي. هغه وويل چې د دغه ايالت پټ توان به د چين او پاکستان د اقتصادی دهليز تر ملاتړ لاندې راڅرګند شي او دا به نه يوازې دغه ايالت بلکې ټول هېواد ته ګټې ورسوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |