CRI Online

د افغانستان حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-07 16:01:15

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د فبرورۍ په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د دغه هېواد حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي او دغه تړون به د دغه حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د سولې له تړون سره يو شان وي.

د افغانستان حکومت د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر مياشت کې له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسليک کړ چې دغه ګوند په رسمي توګه د دغه هېواد د ملي يووالي په حکومت کې شامل شو.

د افغانستان پژواک خبري اژانس د روانې مياشتې په ۶مه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلاميې له مخې خبر ورکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۵مې نيټې په ماسپښين په افغانستان کې د څو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره ملاقاتونه وکړل. ولسمشر غني وويل چې د افغانستان د سولې بهير بايد د افغانانو تر لارښوونې لاندې وي او د افغانانو لخوا بايد عملي شي. هغه هېله څرګنده کړه چې په افغانستان کې ملي شرافت او ثبات لرونکی سوله رامنځته شي.

ولسمشر غني زياته کړه چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسليک کړی او افغان حکومت چمتو دی چې د افغانانو تر لارښوونې لاندې په خبرو اترو کې له طالبانو سره ورته تړون لاسليک کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای