CRI Online

شي جين پينګ او زموږ نوښت

cri     (GMT+08:00) 2019-02-08 15:33:13


نوښت په نوې زمانه کې د چين د پرمختګ په انځورولو کې نه بدلېدونکی او مهم لغت دی. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په زياتو مواردو کې پر دې ټينګار کړی چې يوازې اصلاح کوونکي پرمختګ موندلای شي، يوازې نوښت کوونکي ځواکمن کېدای شي، يوازې اصلاح او نوښت کوونکي برياليتوب تر لاسه کولی شي. ولې د ده په سترګو کې اوسنی چين دې د نوښت له لارې پرمختګ ومومي؟ شخصيتونه څرنګه د زمانې په لويو څپو کې خپل خوب پوره کړي؟ د خلکو د ژوند په اړه د شي جين پينګ د کيسو په نوم د لړۍ خپرونې په پنځمه برخه کې به واورئ چې شي جين پينګ د نوښت په مناسبت د چين له عامو کارکوونکو، د تصديو خاوندانو او ساينس پوهانو سره خبرو اترو کې څه خبرې وکړې.

(( نن ورځ نيکمرغه يئ؟ )) (( نيکمرغه يو!))

د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه، د ګه لي د برقي لوازمونو له شرکت څخه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د لېدنې پر مهال، د شي جين پينګ پوښتنې ته په ځواب د نوموړي شرکت کارکوونکي د خوشحالۍ نارې ووهلې. شي جين پينګ د دغه شرکت او د هغو د کارکوونکو د نوښت روحيه وستايله. که څه هم دغه شرکت پخوا يو داسې کوچنی شرکت و چې د نورو مارکونو لپاره د هوا صافولو ماشينونو بېلا بېلې برخې يو ځای کړې، خو اوس (( ګه لي )) يو نړيوال صنعتي ګروپ ګرځېدلی دی چې د ژوند د برقي موادو، د لوړې کچې سامانونو او مخابراتي تجهيزاتو په برخو کې يې توليدات خپل کړي او د چين او څه باندې ۱۶۰ بهرنيو هېوادونو او سيمو بازارونو ته يې وړاندې کړي دي. په خپل توان سره نوښت د دې شرکت د برياليتوب سبب دی. شي چين پينګ د دې شرکت کارکوونکي وهڅول چې د نوښت او پرمختګ ابتکاري قوت بايد خپل کړي.

شي: (( د اساسي اقتصاد پرمختګ له لوی هېواد څخه ځواکمن هېواد ته د بدلېدو په بهير کې اصلي او مهم رول لوبوي. توليدي صنعت د اساسي اقتصاد يوه مهمه برخه ده، د توليدي صنعت مهم ټکی نوښت يعنې د کليدي تکنالوژۍ خپلول دي. نو بايد د خپلو کوښښونو له لارې په خپل توان سره نوښت وکړي، هيله لرم چې ټولې تصدۍ په دغه لوري هڅې وکړي. ))

کارکوونکي: (( موږ به لا نورې هلې ځلې وکړو، تر څو چيني توليدات د نړۍ رضايت تر لاسه کړي. ))

لانګ چاو ګروپ د کلاوډ حساب او د لويو معلوماتو د برابرولو په برخه کې يوه چيني تصدۍ ده او له سلو زياتو بهرنيو هېوادونو او سيمو لپاره د اې ټي توليدات او خدمتونه برابروي. شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال په جون کې له دې تصدۍ څخه د لېدنې په ترڅ کې وويل

(( موږ د پخوا د هر وخت په پرتله د چيني ملت د سترې سمسورتيا په اړه د چيني خوب پوره کېدلو ته نژدې يو. خو موږ به له بې سارو ننګونو او ستونزو سره مخامخ شو. په اوسني موده کې پر زموږ د مسئوليت احساس لازم دي. مهمې ، کليدي او لوړې تکنالوژۍ د خپلو کوښښونو په اتکا تر لاسه کېدای شي، نو موږ بايد د ميکانيزم غوره والی څرګند کړو او لويو او مهمو چارو د تر سره کولو لپاره قوتونه راغونډ کړو. ))

شي جين پينګ د روان کال په پيل کې د تيان جين ښار په بين های سيمه کې د جونګ ګوانګ څون د علمي تکنالوژۍ له پارک څخه لېدنه وکړه. د يو فې شرکت عمومي منيجر چي جون تونګ شي جين پينګ ته د بېپيلوټه الوتکو د ډله ييز اتوماتيک کنترول سيستم معرفي کړ چې دغه سيستم د دې شرکت له خوا طرحه او جوړ شوی او په نړيواله کچه پرمختللی دی.

شي جين پينګ وويل، چې د چين کمونېست ګوند او حکومت د بېلا بېلو تګلارو د څېړنو په هڅه کې دی،تر څو د نوښت لپاره ښه زمينه برابره کړي.

(( د ښه کيفيت پرمختګ پر نوښت تکيه کوي، زموږ د هېواد ابادي پر خپلواک نوښت اتکا کوي. موږ به د دې لپاره کوښښونو ته دوام ورکړو چې هغه کسان چې د نوښت احساس لري، په پوره باور په خپلو چارو کې کار کولی شي. )).

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای