CRI Online

شي جين پينګ د لږ کيو قومونو د اوسيدونکو ژوند ته ډېره پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-09 16:04:03

شي جين پينګ د بېلا بېلو قومونو د يو موټيتوب د ساتنې او د ګډې پرمختيا په هکله هېله څرګنده کړه چې بېلا بېل قومونه بايد د انار د دانو په شان وي او په هراړخيزه توګه د شتمنې ټولنې د جوړولو په بهير کې سره يو ځای وي. په چين کې شپږ پنځوس قومونه شته چې د لږ کيو قومونو زيات شمېر اوسيدونکي نسل په نسل په ليري سيمو کې ژوند کوي. شي جين پينګ په چين کې د لومړي مشر په توګه دې ته پاملرنه کړې چې د هر لږکي قوم اوسيدونکي څنګه د چين د مليتونو په لويې کورنۍ کې نيکمرغه ژوند وکړي. په ۲۰۱۲ کال کې د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې شي جين پينګ په چين کې د لږ کيو قومونو د اوسيدو ډېرو ځايونو ته تللی دی. که څه هم ځيني ځايونه ډېر ليري دي او په غرنيو سيمو کې دي، خو شي جين پينګ د دغو اوسيدونکو د ژوند په هکله د مالوماتو تر لاسه کولو لپاره هلته ورغلی او د قومونو د يووالي او د لږ کيو قومونو د اوسيدو سيمو د پرمختيا لپاره يې تدبيرونه او کارونه تنظيم کړي دي.

د شينجيانګ د اويغوري قوم کورواکه سيمه د چين په لويو وچو کې يو پر شپږمه برخه نيسي چې په کې د هان، اويغوري، قزاقي په شمول د اووه څلويښتو قومونو اوسيدونکي ژوند کوي او شي جين پينګ هر وخت هلته د ثبات او پرمختيا حالت ته پام اړوي. شي جين پينګ د ۲۰۱۴ کال په اپريل مياشت کې شيجيانګ ته د سفر په ترڅ کې کشعر ته ولاړ او د اويغوري قوم د اوسيدونکي عبدالقديوم روز په کور کې يې د اوسيدو کوټې، پخلنځی، د پسونو د روزنې ځای، د ميوو باغ او د کرهنې لپاره سامان الات وکتل. هغه وويل: زه غواړم دا څارنه وکړم چې د مرکزي حکومت په اړه اوسيدونکو ته د ګټو رسولو لپاره تدبيرونه د خلکو له نظريو او هېلو سره سمون لري يا نه. د کمونېست ګوند ټولې تګلارې بايد د خلکو د نظريو او خلکو ته د ګټو رسولو له مخې جوړې او عملي شي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۷ کال د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کانفرانس د دوو غونډو په موده کې د شينجيانګ د هوټن سيمې د ملي ولسي کانګرس له استازي ميمتي يبورژيم سره دا خبرې وکړې.

شی: د هوټن په سيمه کې د کرهنيزې ځمکې دومره زياتې نه دي، ستاسو په کلي کې هره کورنۍ څومره پټي لري؟

استازي: په هره کورنۍ کې د هر تن په سر د اته سوو مربع کيلومترو په اندازه پراخوالي پټي شتون لري.

شي: اوس په پټې کې غلې دانې کړئ او که باغونه دي؟

استازي: اوس په عمده توګه د انارو باغونه لرو او د انار ونو په منځ کې غلې دانې هم کرو.

(په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو تر منځ د يووالي د پياوړتيا لپاره دولتي کارکوونکي په کليو کې د لږ کيو قومونو له اوسيدونکو سره د ژوند په چارو کې د نږدې دوستانو په توګه مرستې کوي او هميشه تګ راتګ کوي.)

شي: آيا ستاسو کورنۍ هم دا ډول مرستندويه دوستان لري؟

استازي: هو، لرو يې. د هېواد له داخلې سيمو څخه راغلي مرسته کوونکي دوستان مو له موږ سره د سبزيو کرلو لپاره د شنو خونو په جوړولو کې مرسته کوي او له موږ سره يو ځای کارونه کوي. د بېلا بېلو قومونو تر منځ اتحاد ساتل کېږي او ټول د يوې کورنۍ په شان دي.

شي: د يوې کورنۍ په شان د بېلا بېلو قومونو تر منځ د يووالي ساتلو لپاره ياد کارونه بايد په جدې او اغيزمنه توګه تر سره شي او دا د قومي يووالي لپاره ستر اهميت لري. له تاسو څخه ډېره مننه کوم چې ما ته مو زيات ځايي واقعي حالات معرفي کړل.

شي جين پينګ تل په شيجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو تر منځ يووالي پاملرنه کړې . هغه وويل قومي يووالی د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو د ژوند او د شينجيانګ د پرمختيا يو بنسټ دی او د څه دپاسه يو مليارډ او درې سوه مليونو چينايانو ګډه هېله هم ده. بايد د بېلا بېلو قومونو تر منځ يووالي ته د خپلو سترګو د ساتلو او د خپل ژوند په شان ارزښت ورکړی شي او د انار د دانو په شان سره يو موټی وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای