CRI Online

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ ولی د ښاغلي ما ستاينه کوي؟

cri     (GMT+08:00) 2019-02-10 15:49:30

د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا په ۲۰۱۸ کال کې هغو سلو کسانو ته جايزې ورکړې چې د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي. د ملکي وګړو تر منځ د لانجو اراموونکی او همغږی کوونکی ښاغلی ما شان شيانګ د اصلاحاتو د مخکښ کارکوونکي په توګه وټاکل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د ښاغلي ما ستاينه وکړه چې له ډېرو کلونو راهيسې يې د ملکي خلکو تر منځ د لانجو حلولو او د دوي ستونزو د ليرې کولو په کارونو کې يو لړ اغيزمنې لارې جوړې کړې دي.

ښاغلي ما وويل: زما نوم ما شان شيانګ دی، زه د چونګ چينګ ښار د ګوان ين چياو په واټ کې د ښاغلي ما د کاري دفتر مسئول يم او په دېرشو کلونو راهيسې د ملک خلکو لپاره خدمت کوم. زه د خپلو کارونو په اړه څه دپاسه يو سل او شپيته کتابچې لرم چې د عامو اوسيدونکو تر منځ د لانجو د حلولو او همغږۍ کولو په هکله شپېته لارې پکې ريکارډ شوي دي.

د ۲۰۱۸ کال د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په غونډو کې شي جين پينګ د چونګ چينګ ښار د استازو پلاوي په بحث کې ګډون وکړ او په هغه وخت کې ما شان شيانګ د خپلو کارونو په هکله شي جين پينګ ته مالومات ورکړل.

ښاغلي ما شان شيانګ په ۱۹۸۸ کال کې له پوځ څخه تقاعد شو او د ګوان ين چياو واټ کې يې د ملکي وګړو تر منځ د لانجو د حلوونکي په توګه خپله نوې دنده پيل کړه. هغه په دېرشو کلونو کې د ملکي وګړو د ستونزو ليري کولو لپاره هلې ځلې وکړې او په بريالې توګه يې څه دپاسه دوه زره لانجې حل کړې دي. هغه وويل(اواز)

موږ د ملکي وګړو په منځ کې کار کوو چې مثلا له زاړو کورونو څخه نورو ځايونو ته د نقلېدو، د اوسيدو په ځايونو کې د خدمتي چارو د کمزورتيا او د کورنيو غړيو تر منځ د توپيرونو په شمول د اوسيدونکو ډول ډول توپيرونه او لانجې ګورو او حل کوو يې د دغو لانجو حلول اسانه کار نه دی، ځکه د لانجو حلولو اوهمغږۍ توان بايد ډېر لوړ وي. د بېلګې په توګه يو ځل د يو سړک د بيا ترميمېدو پروژې د دغه سړک په غاړه کې دوه ويشتو دکانونو کار او بار ته اغيزې رسولې ، نو لانجې رامنځته شوې چې څه دپاسه سلو تنو کسانو پورې يې اړه درلوده. په پای کې دغه لانجې په مساعد ډول حل شوې. د ملکي خلکو نظريو ته پاملرنه کول، د مختلفو مسئلو په هکله د مختلفو لارو کارول د دغو لانجو حلولو لپاره ډېر مهم دي.

اوس د ملکي وګړو د لانجو حلولو په هکله د ښاغلي ما د کارونو لارې په ټول هېواد کې د کارکوونکو لپاره د زده کړې وړ دي. له کارونو څخه وروسته په اضافي وخت کې ما شان شيانګ هميشه د نورو واټونو او د اوسيدونکو سيمو په دفترونو کې خپلې تجربې نورو ته ورزده کوي. شي جين پينګ د ما شان شيانګ د خبرو له اوريدلو وروسته وويل موږ بايد د هر کار بنسټونه ټينګ کړو ځکه که بنسټونه ټينګ نه وي، نو هر شی به ثابت نه وي. موږ د ښاغلي ما په شان په مليونو تنو دولتي کارکوونکو ته اړتيا لرو چې د کمونېست ګوند د لارښوونې رول لوبولی شي. هېله ده چې ښاغلی ما په مداومه توګه خپل کارونه په مساعد ډول تر سره کړي او نور زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.

ما شان شيانګ وويل چې د شي جين پينګ ستاينه ما ډېر هڅوي او زه به د کمونېست ګوند روحيې، تګلارې او نظريې له مخې اوسيدونکو او ټولنې لپاره خدمتونه وکړم.

اوس تاسو په دې پوه شوی چې ولی شي جين پينګ د ښاغلی ما ستاينه کوي. ښاغلي ما به په دوامداره توګه ملکي وګړو لپاره داسې خدمتونه برابر کړي چې نور په مليونو کارکوونکي هم ورته کارونه تر سره کړي. شي جين پينګ وويل کمونېست ګوند داسی سياسي ګوند دی چې ملکي وګړو ته خدمتونه کوي. د ملکي وګړو د ژوند ټولې پيښې کوچنۍ نه دی، بايد ټولې ستونزې په ښه توګه حل شي. زيات شمېر کارونه د ملکي خلکو په منځ کې تر سره کيږي، موږ بايد د دغو کارونو د ادارې لپاره اصلاحات او نوښتونه وکړو او د ادارې توان لوړ کړو او د ملکي وګړو لپاره لا ښه خدمتونه وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای