CRI Online

تبصره: چين د نړۍ نوی فعال قوت ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-02-09 16:07:16

په تېرو څو ورځو کې د چين د کرهنيزې جنترۍ پسرلني جشن د بهرنيو خبري رسنيو په خبرونو کې عمده ټکی ګرځېدلی دی. د مختلفو هېوادونو مشرانو په جلا جلا توګه د چين د پسرلني جشن په مناسبت مبارکۍ وويلې، د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې مشهورې ودانۍ په چيني سور رنګ سره ښکلا کړای شوې، په نړۍ کې څه باندې ۲۰۰ راډيوګانو او ټلويزيونونو د دغه جشن په مناسبت د چين د ميډيا ګروپ ماښامي هنري ننداره نړيوالو ته خپره کړه او د امريکا د NBA له سياليو څخه هم د دغه جشن ځانګړتيا احساسېدای شي.

(د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه، د تايلند په يو لوی پلورنځی کې د چيني سندرو او نڅاوو نندارې) 

پسرلني جشن ټولې نړۍ ته د همغږۍ، يووالي او نيکمرغۍ په برخو کې د چينايانو د نيتونو او دوديزو کولتورونو د خپرېدو په وخت کې د دوهمې نړيوالې اقتصادي ډلې او مختلفو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پول ګرځېدلی دی. د ستونزو په له منځه وړلو سره د چين د اقتصاد زياتوالی د دغه تګ راتګ بنسټ دی. په ۲۰۱۸م کال کې د چين د اقتصاد عمومي اندازه د لومړي ځل لپاره نوي زره مليارډو ژن مين بي يوانو ته رسېدلې او د هر کس لپاره د عايداتو منځنی حجم ۲۸۲۲۸ يوانو ته رسېدلی چې دغه حجم د بيو له عواملو څخه پرته د زياتوالي رښتينی انډول ٪۶.۵ ته رسېدلی دی.

(د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۶مه نېټه، د هان نان ولايت د های کو ښار په هوايي ډګر کې)

د چين د اړوندو سيلانيزو ارګانونو د اټکل له مخې، د ۲۰۱۹م کال د پسرلني جشن په موده کې به څه باندې اووه مليونه چينايي سيلانيان د نورو هېوادونو سيل وکړي چې دغه شمېر به د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۵ سلنه زيات شي. د تايلند، جاپان او اندونيزيا په شمول ګاونډي هېوادونه د چينايانو تودې سيلانيزې موخې دي. دغه راز، چين په ټولې نړۍ کې هغه سيلانيز بازار هم ګرځېدلی دی چې ډېر پټ قوت لري. د سيلانۍ د نړيوالې شورا لخوا د ۷۲ ښارونو د سيلانيز اقتصاد د اغيزمنو قوتونو د ارزونې په راپور کې بېجينګ، شانګهای او شنجن په مخکښو لسو نړيوالو سيلانيزو بازارونو کې شامل شوي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای