CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د چين د پسرلني اختر په موده کې سيلانيز عايدات له ۵۰۰ مليارډه يوانو څخه اوښتي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 10:18:21

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د مالوماتو مرکز د شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۹ کال د چين د پسرلني اختر په موده کې په ټول هېواد کې د سيلانيانو شمېر ۴۱۵ مليونو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت اوه اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی، سيلانيز عايدات 513.9 مليارډه يوانو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله اته اعشاريه دوه سلنه زياتوالی ښيي. په چين کې د کلتور او سيلانۍ بازار ډېر سمسور او منظم دی.

سږ کال د چين د پسرلني اختر نړيواله اغېزه ډېره پراخه وه. د ۱۳۳ هېوادونو او سيمو په ۳۹۶ ښارونو کې د خوشحال پسرلني اختر په نوم د نندارو، نندارتونونو او معبدي غونډو په شمول څه باندې 1500 فعاليتونه ترسره شوي او له دې لارې په زړه پورې کيسې او د چين دوديز کلتور ځايي اوسېدونکو ته معرفي شوی دی. (هيله)


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای