CRI Online

د ديموکراتيکې کوريا او امريکا استازي پلان لري چې د کيم جونګ اون او ټرمپ تر کتنې مخکې بيا خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 10:19:54
د ديموکراتيکې کوريا او امريکا استازي پلان لري چې د کيم جونګ اون او ټرمپ تر کتنې مخکې بيا خبرې اترې وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د چيونګ وا دای وياند کيم يوی کيوم د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه وويل، د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا استازي پلان لري چې په نږدې وخت کې بيا خبرې اترې وکړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو د دوهم ځل ملاقات لپاره تياريانې ونيسي.

نوموړي وويل، د ديموکراتيکې کوريا او امريکا استازي ښايي د روانې مياشتې تر ۱۷مې نېټې وروسته په يو بل اسيايي هېواد کې بيا کتنه وکړي. د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په نږدې وخت کې د ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو ترمنځ د کتنې په اړه مشورې وکړي، د کوريا جمهوريت د خبري رسنيو د خبر له مخې، دوی ښايي د ټليفوني خبرو له لارې د نظريو تبادلې وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای