CRI Online

د پاکستان صدراعظم بهرنۍ تصدۍ په دې هېواد کې پانګونو ته هڅوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 10:40:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د عربي متحد امارات په دوبۍ کې وويل، اوس د پاکستان د ماليې کسر د کمښت په حال کې دی او د لوي اقتصادي پرمختګ لپاره چمتو شوی دی. د دې هېواد حکومت به د بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه چاپيريال برابر کړي او په ګډه به شتمني رامنځته کړي.

عمران خان د نړۍ د حکومتي مشرانو په اومه سرمشريزه غونډه کې وويل، چې پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو لپاره يو لړ پراخ پلانونه جوړ کړي او بهرنۍ تصدۍ به په دې هېواد کې پانګونو ته وهڅوي. هغه دا هم وويل، چې په پاکستان کې د سيلانۍ ډېرې طبيعي او کلتوري سرچينې شته، دغه هېواد به د بهرنيانو پرمخ د سيلانۍ بازار پرانيزي. بر سيره پر دې، بيا کارونکی سرچينې، د معدنونو د استخراج صنعت، د نفت کيمياوي صنعت، د ځمکې د ابادۍ او کرنيزې چارې په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګونو عمده ډګرونه دي او بهرنۍ تصدۍ يې هڅولې چې په دغو برخو کې پانګونه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای