CRI Online

په برازيل کې د ذخيروي بند د نړېدو له امله د مړه شويو کشانو شمېر ۱۶۵ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 14:31:53
په برازيل کې د ذخيروي بند د نړېدو له امله د مړه شويو کشانو شمېر ۱۶۵ ته رسېدلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د برازيل د ميناس ګيرېس ايالت د ملکي دفاع ادارې د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه خبر ورکړچې په دغه ايالت کې د تېرې جنورۍ په ۲۵مه نېټه يو ذخيروی بند ونړېده چې له امله يې تر دې دمه د مړه شويو کسانو شمېر ۱۶۵ ته رسېدلی او ۱۶۰ تنه نور لا هم ورک دي.

د برازيل د کاني چارو ادارې، والې شرکت او يو جرمني شرکت په همدې ورځ په دغه ايالت کې د بل ذخيروي بند څارنه وکړه، مخکې د دې ذخيروي بند د نړېدو اخطار ورکړل شوی و او د دې بند په شاوخوا سيمه کې څه دپاسه ۴۰۰ اوسېدونکو څخه يې غوښتي وو چې بايد له دې ځای څخه ووځي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای