CRI Online

د افريقايي هېوادونو ټولنې سرمشريزه غونډه په اتوپيا کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 14:37:35

د سين هوا اژنس د خبر له مخې، د افريقايي هېوادونو ټولنې ۳۲مه سرمشريزه غونډه د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د اتوپيا په پلازمينه اديسه بابا کې پرانيستل شوه او ګډونوال به په عمده توګه د کډوالو مسئلې په اړه پکې بحث وکړي. د دې ټولنې رئيس موسی فاکي وويل، په افريقا کې دا مسئله ډېره سخته ده او ډېر کسان اړ شوي چې له خپلو کورونو او کليو څخه ووځي. افريقايي هېوادونه بايد د دې مسئلې د رامنځته کېدو د سرچينې د ليرې کولو په عين وخت کې د بشردوستۍ ارګانونو سره لا زيات رول ولوبوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای