CRI Online

د امريکا د ډيموکرات ګوند سناتورې کلوبوچار د دې هېواد راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندۍ اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 16:31:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ډيموکرات ګوند سناتورې امی کلوبوچار د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه اعلان وکړ چې د دې هېواد د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره به ځان نوماند کړي.

کلوبوچار د امريکا په سنامجلس کې د مينيسوتا ايالت سناتوره ده، نوموړې تېر کال د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې د دريم ځل لپاره سنامجلس ته بريالۍ شوه. هغه په مينياپوليس ښار کې يوې غونډې ته د وينا کولو پر مهال خپل نوماندي اعلان کړه.

کلوبوچار اوس ۵۸ کلنه ده، هغه د امريکا پنځمه سناتوره او چلورمه ښځينه غړې ده چې ولسمشريزو ټاکنو ته يې د نوماندۍ اعلان وکړ.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای