د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع سرپرست وزير پټريک اېم شنهن د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه افغانستان ته ورسېد او له دې هېواد څخه يې ناڅاپي ليدنه پيل کړه.
شناهان به په دغه سفر کې په افغانستان کې د امريکا له سرتيريو سره وګوري او ښايي هغه د افغانستان له مشرانو او نظامي مامورينو سره هم ملاقات وکړي.
نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ چې په دې وروستيو کې د دې هېواد د روغې جوړې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو له استازو سره خبرې اترې کړي. د مالوماتو له مخې، نوموړی به د فبرورۍ له لسمې نېټې څخه تر اته ويشتمې نېټې پورې بلژيک، المان، ترکيې، قطر، افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |