CRI Online

د CZ-6 نوی ډول راکټ د جوړېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 16:56:15
د CZ-6 نوی ډول راکټ د جوړېدو په حال کې دی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د فضايي چارو شرکت اتمې څانګې د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ چې دغه څانګه د منځنۍ کچې د وړونکي راکټ د اړتيا د پوره کولو لپاره، د CZ-6 نوي ډول راکټ په څېړنې او جوړولو بوخته ده، په دغه راکټ کې به د څلورو هڅونکو وسايلو په زياتولو سره د نوموړي د ليږدونې توان لا لوړ شي. اټکل کېږي چې نوی ډول راکټ به د ۲۰۲۰ کال په پای کې فضا ته وتوغول شي.

د CZ-6 راکټ اوږدوالی 29.3 متره دی او وزن يې يو سلو دری ټنه دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای