CRI Online

د امريکا دوې پوځي بيړۍ د چين د نان شا ټاپوګانو سمندري قلمرو ته ننوتلې، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه له لمسونکي عمل څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 18:33:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا دوې پوځي بيړۍ د فبرورۍ په يوولسمه نېټه له اجازې پرته د چين د نان شا ټاپوګانو سمندري قلمرو ته ننوتلې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ له دې امله سخته ناراضي څرګنده کړه او له دې عمل سره يې ټينګ مخالفت وکړ. هغې له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه له دغه شان لمسونکي عمل څخه لاس واخلي. هغې پر دې ټينګار وکړ چې چين به د هېواد د حاکميت او امنيت او د جنوبي سمندر د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هر ډول لازم تدبيرونه ونيسي.

وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې د چين سمندري پوځ په همدې ورځ په قانوني توګه د امريکا د يادو دوو بيړيو پلټنه وکړه، اخطار يې ورکړ او و يې شړلې. نوموړې پر دې ټينګار وکړ چې د امريکا د دغو دوو بيړيو عمل د چين پر حاکميت باندې تيری کړی او د اړوندې سمندرې سيمې سوله، امنيت او انتظام يې خراب کړی. چين له دې څخه سخته ناراضي څرګندوي او ورسره ټينګ مخالفت کوي. چين د ژن ای صخرې او مې جي صخرې په شمول د نان شا پر ټاپوګانو او شاوخوا سمندري سيمې حاکميت لري او څوک ترې انکار نه شي کولای. چين تل د نړيوالو قوانينو له مخې په جنوبي سمندر کې د بحري تګ راتګ او الوتنو په اړه د مختلفو هېوادونو د حقه حقوقو درناوی او احترام کوي، خو چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې کوم هېواد په دې پلمه د اړوندو هېوادونو حاکميت او امنيت ته زيان ورسوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای