CRI Online

هوا چون ينګ د شينجيانګ په اړه د ترکيې بې دليله نيوکه رد کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-11 19:04:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه په دې وروستيو کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د وياند له خوا د چين د شينجيانګ د اويغور پر کورواکې سيمې نيوکه او غندنه رد کړه. نوموړې وويل، چې د ترکيې دغه کړنه ډېر غلط او غير مسول دی. چين له هغو بې دليلو نيوکو سره کلک مخالفت کوي چې د درواغو پر بنسټ مطرح کيږي.

هوا چون ينګ دې ته اشاره وکړه چې ترکيه د زياتو قومونو لرونکی هېواد دی او د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ هم دی، دغه کړنه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د دوه ګوني معيار ښودنه کوي، بالاخره به هم نورو او هم ځان ته زيان ورسوي. چين هيله لري چې ترکيه د يواې خوا خبرې وا نه وري، ترکيه بايد د چين د اړوندو تګلارو او کوښښونو په اړه مناسب پوهاوی تر لاسه وکړي او د خپلو رښتينو عملونو له لارې دې له چين سره متقابل باور او همکارۍ پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای