CRI Online

د چين د های نان ولايت د آس سيالۍ سوداګريز پرمختګ ښايي د نړۍ د ورته سوداګرۍ پر تمايل اغېزه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-12 10:11:26

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د ۲۰۱۸ کال په پای کې د يوې ليکنې په خپرولو سره په های نان ولايت کې د آس سيالۍ او په دې اړه د سپورټي لاټرۍ ټکټ پرمختګ داسې وهڅاوه، چې د نړيوالو پام يې ځان ته را جلب کړ.

د چين د آس ځغاستې ټولنې سرمنشي يوی ګاو فنګ وويل، د آس سيالۍ سوداګري په بېلابېلو روزونو پورې تړلې ده، لکه اسونو ته د واښو اېښودنه، د آسونو روزنه او د ناروغۍ مخنيوي چارې او داسې نورې ډېرې چارې شته، چې د اسونو سوداګري پياوړې کوي.

د يو آس د پيدا کېدو، روزلو، د خرڅولو او يا معامله کولو او په سيالۍ کې د ګډون کولو په شمول هره مرحله د اسونو سوداګريز پرمختګ هڅولی شي، بر سيره پر دې، د سيالۍ د تر سره کولو، پر اس د سوارېدو او اس ځغلونې، د آس د نندارې، کلتور، سيل، او د لاټرۍ ټکټ په شمول د آسونو د سوداګريز پرمختګ لپاره بېلابېلې لارې چارې شته دي.

يوی ګاو فنګ وايي، د آس د سپورټي لاټرۍ ټکټ د آسونو د سوداګريزې سيالۍ د پرمختګ لپاره يوازينی تمايل نه دی، بلکې يو څرګند بازار لرونکی انتخاب دی. که د آس د سپورټي لاټرۍ ټکټ شتون ونه لري، نو د اسونو د سوداګرۍ لپاره نور پرمختګونه هم رامنځته کېدای شي.

نوموړي وويل، اوس په نړۍ کې جاپان د آس سيالۍ تر ټولو ښه سوداګري لري، د دې هېواد د آسونو روزلو او لويولو چارې هم ډېرې پرمختللې دي. بر سيره پر دې، فرانسه، بريتانيا او امريکا هم د آس لويولو، روزلو او د سيالۍ د تر سره کولو او څارلو په برخو کې ډېرې ښې تجربې لري.

د آس روزنې او سيالۍ په برخه کې يو بل د پام وړ ډول د عربي متحده اماراتو د دوبی ډول دی، چې په عمده توګه ځيني ځايي خلک په خپلو ځايونو کې اسان ساتې او روزي يې او بيا يې سيالۍ ته وړاندې کوي، د دوبی د آسونو په سيالۍ کې پيسې نه اچول کيږي، خو دغې چارې د اسونو سيالۍ ته کوم تاوان نه دی رسولی.

د هانکانګ د آس سيالۍ او سوداګري هم يو ځانګړی ډول دی. يوی ګاو فنګ وايي، چې هانکانګ د آسونو سيالي او سوداګري نه لري،ځکه هانکانګ يوازې د يو راستورانټ په شان دی، چې د اسونو د سيالي اصلي سرچينه يې له بل ځای څخه ده، هغوي يوازې د اسونو لپاره خواړه تياروي. هانکانګ يوازې دې ته پاملرنه کوي چې له نړۍ څخه راغلي آسونه په هانکانګ کې په زړه پورې سيالۍ تر سره کړي او قمار ووهي.

اوس های نان ولايت کې د سوداګرېزې سيالۍ تقريباً ۳۰۰ آسونه شته. د چين د آس ځغاستې ټولنې څه موده وړاندې د يادو اسانو بدني کتنه او معاينات وکړل او د څه باندې ۲۸۰ آسونو په بدن کې يې يوه کوچنۍ برقي ټوټه اېښې، چې د آسونو بدني حالت څاري. د يوی ګاو فنګ په اند، های نان ولايت ډېره ښه پاليسي او اقتصادي چاپيريال لري، خو د دې ولايت د آس سيالۍ او سوداګرۍ اساس ښه نه دی ځکه د ډېرو خلکو ګډون نشي منلی، خو نوموړي وويل چې های نان کولی شي چې د راتلونکي پرمختګ لپاره ښه پلان جوړ کړي. های نان بايد د اسونو سيالي او سوداګري ډېره کړي. د هانکانګ د آس سيالۍ او سوداګرۍ د څه باندې ۱۵۰ کلونو کې پرمختګ موندلی دی، خو د های نان د آس سيالۍ او سوداګريز پرمختګ لا زيات وخت ته اړتيا لري. که د های نان آس سيالي پرمختګ وکړي، نو د نړۍ د آس سيالۍ او سوداګرۍ کې به د چين ځای لوړ شي .

د های نان د آس سيالۍ او سوداګريز پرمختګ کولی شي، چې د نړۍ د ورته سوداګرۍ پر تمايل اغېزه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای