CRI Online

په ايران کې د اسلامي انقلاب د برياليتوب ۴۰مه کليزه ولمانځل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-12 15:54:15
په ايران کې د اسلامي انقلاب د برياليتوب ۴۰مه کليزه ولمانځل شوه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فبرورۍ د ۱۱مې نېټې په سهار د ايران په ګوټ ګوټ کې د اسلامي انقلاب د کاميابېدو د ۴۰مې کاليزې ياد غونډې ترسره شوې. د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران په غونډه کې وويل، د اسلامي انقلاب د کاميابېدو له ۴۰ کلونو راهيسې، د ايران په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې هراړخيز برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. ايران به پر خپلې لارې ټينګار وکړي.

د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه، د ايران په څه باندې زرو ښارونو او پراخو کليوالو سيمو کې د اسلامي انقلاب د کاميابېدو د ۴۰مې کاليزې ياد غونډې ترسره شوې. د دې هېواد په پلازمينه تهران کې سلګونه زره خلک له سخت باران سره سره د ازادۍ په ډګر کې راغونډ شوي وو، ولسمشر حسن روحاني په دغه غونډه کې يوه وينا وکړه او و يې ويل، د اسلامي انقلاب د کاميابېدو له ۴۰ کلونو راهيسې، ايران د پخوا په پرتله لا نور پياوړی شوی او غواړي له نړۍ سره رغنده تبادله وکړي.

((نن ورځ هم په پلازمينه او هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې، ګڼ شمېر ايرانيان د اسلامي انقلاب د کاميابېدو د ۴۰مې کاليزې د لمانځنې لپاره راغونډ شوي دي. له دې څخه ښکاري چې له يو کال راهيسې د دښمن پلان په ماتېدو دی او دوی به هېڅکله خپله ناوړه موخه عملي نه شي کړای. ايران به د تېرو ۴۰ کلونو په شان پر خپلې لارې ټينګار وکړي.))

حسن روحاني په تېرو څلوېښتو کلونو کې د ايران لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه ياد کړل او و يې ويل، لومړی برياليتوب دا دی چې ايران د خپل حاکميت او د خاورې بشپړتيا ساتلې. دوهم، ايران فيوډالي امپراطوري نظام ختم کړ او د ايران ځانګړتيا لرونکی ديموکراتيک نظام يې جوړ کړی، د دې هېواد مذهبي مشر او ولسمشر د ټولنې له لارې ټاکل کېږي. هغه د درېيم برياليتوب په اړه وويل

((درېيم برياليتوب دا دی چې ايران د اقتصاد، کلتور، ملي ګټو او ټولنيز ژوند په برخو کې ستر پرمختګونه موندلي دي. د بېلګې په توګه، د ايران نفوس په دوامداره توګه زياتېږي، د اسلامي انقلاب د پيل په وخت کې ايران ۳۶ مليونه نفوس درلوده، خو اوس ۸۲ مليونو ته پورته شوی. زموږ اوسنی نفوس د پخوا په نسبت څه باندې دوه چنده شوی، نو زموږ کوښښونه او پرمختيا بايد د پخوا په نسبت دوه چنده شي. د اړوندې شمېرنې له مخې، زموږ حالت د وړاندوينې په پرتله ډېر ښه دی.))

روحاني په نظامي چارو کې د ايران لخوا د تر لاسه شوي برياليتوب په اړه وويل، اوس د ايران پوځي توان ډېر پياوړی شوی او د وسلو برابرونې انډول يې پنځه اتيا سلنې ته رسېدلی. له اسلامي انقلاب مخکې، د ايران پنځه نوي سلنه وسلې واردېدلې. په تېرو څلوېښتو کلونو په تېره بيا تېرو پنځو کلونو کې د ايران د پوځي توان پرمختيا د نړۍ لپاره د حيرانتيا وړ ده.

روحاني د اروپا او امريکا هغو څرګندونو ته چې وايي په منځني ختيځ کې د ايران اغېزه د انديښمنې وړ ده، ځواب ورکړ او و يې ويل، ايران به په منځني ختيځ کې خپله اغېزه کمه نه کړي. په تېرو پنځو کلونو کې ايران په مناسب ډول د عراق، سوريې، لبنان، فلسطين او يمن په شمول د منځني ختيځ سيمې هېوادونو ته مرستې برابرې کړي، اوس ګردې نړۍ په دغه سيمه کې د دښمن ماتې کتلې ده، ځکه چې دښمن ويلي چې د منځني ختيځ له سيمې څخه به ووځي. هغه وويل

((اوس په منځني ختيځ کې د ايران اغېزه بې سارې ده، پروا نشته چې نور هېوادونه څه وايي، دا حقيقت دی چې ايران يوازينی هېواد دی چې د منځني ختيځ هېوادونو ته بېړنۍ مرستې برابرولی شي. که يو هېواد وغواړي په منځني ختيځ کې خپل خونديتوب وساتي، د ايران له ګډون پرته يې نه شي تر سره کولای. امريکا او اسراييل بايد په دې پوه شي چې برياليتوب به هرومرو د ايران په برخه وي.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای