CRI Online

چين د يو کمربند او يوې لارې په رڼا کې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ هڅونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-14 16:20:06

چين به د روان کال په اپريل کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دويم لوړ پوړی فورم تر سره کړي. د چين د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړ چې پروسږ کال د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او چين تر منځ د تجارتي همکارۍ په پر له پسي ډول ټينګې شوې، د پانګونو په برخه کې همکارۍ زياتې شوې، د ازادې سوداګرۍ سيمو ابادۍ چټکې شوې او همکاريز ميکانيزم ګام په ګام بشپړ شوی دی.

د يو کمربند او يوې لارې پلان د وړاندې کېدو له څه دپاسه پنځو کلونو راهيسې چين او د دغې لارې له اړوندو هېوادونو سره دوه اړخيز بازارونه پرانيستلي، د سوداګرۍ د ازادېدو او اسانه کېدو او په موخه يې د انلاين سوداګرۍ هڅونه کړې. د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير چيان که مينګ دا مالومات ورکړل چې پروسږ کال د چين او د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو تر منځ اقتصادي او تجارتي همکارۍ فعال پرمختګونه تر لاسه شوي دي. هغه وويل موږ او نهو هېوادونو د انلاين سوداګرۍ په هکله همکاريز سندونه لاسليک کړي، په تېر کال کې د چين او اروپا تر منځ د باروړونکو اورګاډو د تګ راتګ عمومي شمېر ۶۳۶۳ و چېله امله يې اندازه ۵لکه ۴۰ زره معياري کنټنرونه ليږل شوي، په ټول کال کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د سوداګرۍ حجم ۱۳۰۰ مليارډ امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله ۱۶اعشاريه ۳ سلنه زيات شوی.

په تېر کال کې چين داخل ته د بهرنيو پانګونو ننوتلو ته د اجازه ورکولو شرايط کم کړي، د سوداګرۍ چاپيريال يې غوره کړی، په نورو هېوادونو کې د پانګونو په هکله يې د همکارۍ د ادارې ميکانيزم اصلاحات ژور کړي او د خدمتونو ضمانتونه يې پياوړي کړي دي. دغه نوي تدبيرونه په چين کې د يو کمبند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو پانګونې زياتې کړې. د شميرنې له مخې پروسږ کال په چين کې د دغو هېوادونو د پانګونې اندازه له ۶ مليارډ امريکايي ډالرو څخه اوښتې وه.، په همدې وخت کې چين په دغو هېوادونو کې د ۱۶ مليارډ ۲۷۰ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت مستقيمې پانګونې وکړې. برسيره پر دې چين له جاپان، هاسپانيا، هالنډ، بيلجيک سره د دريو خواوو بازارونو په هکله همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.

چيان که مينګ وويل چې چين به د يو کمربند او يوې لارې په اړوندو هېوادونو کې د مهمو پروژو ابادول پرمخبوزي او دغه پروژې به تر زياتې اندازې پورې ځايې خلکو ته د ګمارنې فرصتونه برابر کړی او د کوربه هېوادونو د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا هڅونه به وکړي.

په مالديو کې د چين او د دغه هېواد تر منځ د دوستي پول جوړ شوی، د اديسه بابا ديموټي اوسپنيزه لاره ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، د ګوادار بندر په بشپړه توګه د استفادې وړ دی چې دغې لويې پروژې د ځايي اقتصاد او ټولنې د پرمختيا او د خلکو د ژوند د ښه والي هڅونه کړې. په بهر کې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ سيمې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې يو ځوړنډ ټکی هم ګرځيدلی دی.

چيان که مينګ وويل چې چين اوس ګاونډيو هېوادونو ته د ګټو رسولو، د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو سره د همکارۍ او ټولې نړۍ ته د لوړ معيار ازادو سوداګريزو سيمو شبکه جوړوي. هغه وويل د اقتصاد او تجارت د دوه اړخيزې ګډې کميټې په چوکاټ کې چين او ټايلنډ او کينيا په ځانګړې توګه د سوداګرۍ د سالميدو کاري ګروپ جوړ کړی، له کويټ او اردن سره يې د پانګونو د همکاريو کاري ګروپ جوړ کړی او له اوو هېوادونو سره يې د خدمتي سوداګرۍ همکاريز ميکانيزم جوړ کړی چې دغو ميکانيزمونو د يو کمربند او يوې لارې د بادۍ لپاره ضمانتونه برابر کړی او کوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای