CRI Online

په جيانګ سو ولايت کې د صنعتي جوړښت تعديلات او د ښارونو او کليو جامع پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2019-02-14 16:31:30

د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۸مه نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د لومړۍ غونډې پر مهال د جيان سو ولايت پلاوي په مشورتي ناسته کې د ګډون په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د صنعتي جوړښت تعديلات دې ژور شي او د عصري صنايعو نوی سيستم دې جوړ شي، تر څو د هېواد د اقتصادي پرمختګ کيفيت لوړ شي او موثريت او ګټې يې زياتې شي. جيانګ سو ولايت د عمومي منشي شي جين پينګ د مهمې وينا په رڼا کې د صنعتي جوړښت د تعديلاتو، د صنعتي ترتيباتو د ښه والي او د ښاري کېدو بهير د چټکوالي په برخو کې هڅونې کړې دي.

د جيانګ سو ولايت د کلنی اقتصاد لست په دې وروستيو کې خپور شو چې له مخې يې په ۲۰۱۸ کال کې د دې ولايت د توليداتو عمومي ارزښت ۹۲۶۰ مليارډه يوانه و چې د وړم کال په پرتله ٪۶.۷ زيات شوی. له ۲۰۱۳ کال راهيسې د جيانګ سو ولايت د ستراتيژيکو نويو صنايعو توليدي ارزښت د کلني زياتوالي منځنی انډول تر ٪۱۰ لوړ دی او د عالي او نوې تکنالوژۍ د صنايعو توليدي ارزښت په څرګنده زيات شوی.

جيانګ سو ولايت د عمومي منشي شي جين پينګ د لارښوونو سره سم د ځيرکتيا لرونکو توليدي صنعتونو د پرمختګ پلان جوړ کړی چې له مخې يې د توليدي صنايعو او د انټرنيټ، کلاوډ حساب او لويو معلوماتو ترمنځ پيوستون هڅولی، او د تصديو د ځيرک کېدو په پروژه کې يې ۶۰۰ پروګرامونه جوړ کړي او تر ۱۵۰ مليارډو يوانو زياتې پانګې يې اچولې.

جيانګ سو په دې وروستيو ۵ کلونو کې د دوديزو صنايعو د بشپړوالي تر څنګ د نويو پرمختيايي صنايعو د هڅولو لپاره ګڼ شمېر تګلارې خپرې کړې. د دې ولايت په نان جين ښار کې د نويو څيړندويه شمېر له ۲۰۰ څخه اوښتی دی. په جانګ جيا ګانګ ښار کې د کيمياوي صنعت نژدې ۴۰ تصدۍ بندې شوې او د نويو موادو، نويو تجهيزاتو او نويو انرژيو په توليدوونکو تصديو به بدلې شي.

له تېرو ۵ کلونو راهيسې د جيانګ سو په بېلا بېلو سيمو کې د ښاري کېدو اړوند پلانونه په وار سره خپاره شوي. د ټاکلي پلان له مخې، په روان کال کې به د جيانګ سو په شمالي سيمه کې د ۶۲۰ کليو د اصلاحاتو پروژې تر سره شي، دغه راز د ۳ کلنو کوښښونو له لارې به د ۳۰۰ زرو کليوالو کورنيو د ژوند چاپيريال او شرايط ښه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای