CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ د عالي رتبه سوداګريزې سلامشورې پای ته ورسېدې

cri     (GMT+08:00) 2019-02-15 21:01:17

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د صدراعظم مرستيال او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ په اړه د چين لارښوونکي لوي هه د فبرورۍ له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې د امريکا له سوداګريز استازي روبرټ لاغتيزير او د مالي چارو له وزير سټيوين منوچين سره د چين او امريکا ترمنځ د شپږم پړاو عالي سوداګريزې سلامشورې تر سره کړې. دواړو خواوو په جدي توګه په ارجنټاين کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړې او د تکنالوژۍ د تبديل، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې، له ګمرکي مالياتو پرته د تعرفې خنډ، خدمتي صنعت، کرهڼې، سوداګريز بېلانس او عملي ميکانيزم په شمول د ګډې علاقې وړ او د چين د پام وړ د مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړې. دواړه خواوې پر عمده چارو د اصلي نظريو يووالي ته رسېدلې او د دوه اړخيزې سوداګرۍ د تفاهم ليک په اړه سلامشورې وکړې. دواړو خواوو څرګنده کړه چې دوی به د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د ټاکل شوي وخت سره سم ژر تر ژره اړوند کارونه بشپړ کړي او د ګډو نظريو د تر لاسه کولو لپاره به هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای