CRI Online

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له يانګ جې چه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-02-17 17:01:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل په ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه په مونيخ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر له مشر يانګ جې چه سره ليدنه وکړه. يانګ جې چه د مونيخ د ۵۵مې دورې په امنيتي غونډه کې د ګډون په موخه جرمني ته لاړ دی.

انګېلا مېرکل وويل، جرمني او چين هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي. د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ ډېر شوی، په بېلابېلو برخو کې يې د همکاريو برياليتوبونه زيات دي او په نړيوالو چارو کې يې همغږي پياوړې ده. جرمني غواړي په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په نړيوالو همکاريو کې ګډون وکړي، له چين سره د نظريو تبادله زياته کړي او همکارۍ ورسره ژورې کړي څو چې د دواړو خواوو تصديو او خلکو ته ګټې ورسېږي.

يانګ جې چه وويل، چين د يو کمربند او يوې لارې په نړيوالو همکاريو کې د جرمني د فعال ګډون هرکلی کوي. چين غواړي د جرمني د تصديو په شمول د بهرنيو تصديو لپاره عادلانه او شفاف سوداګريز چاپيريال برابر کړي، نوموړي هيله وښوده، چې جرمني هم په خپل هېواد کې د چيني تصديو لپاره د پاليسۍ عادلانه چاپيريال برابر کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای