CRI Online

يانګ جې چه د مونيخ د امنيت په ۵۵مه غونډه کې ګډون او وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-17 17:28:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د دې کمېسيون د بهرنيو چارو کمېټې د دفتر مشر يانګ جې چه په المان کې پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د مونيخ د امنيت په ۵۵مه غونډه کې ګډون وکړ او د دې تر عنوان لاندې يې (( د نړيوالې همکارۍ غوښتنه، د څواړخيزم ساتنه او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره هڅونه )) يوه وينا وکړه.

يانګ جې چه وويل، چې اوسمهال نړيوال حالات د چټک او ژور بدلون په حال کې دي او له ډېرو ناڅرګندو او ناثابتو عواملو سره مخامخ دي. رئيس شي جين پينګ مخکې په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې چې څواړخيزم د سوله ساتلو او پرمختګ هڅولو اغېزمنه لار ده، د پخوا په پرتله څواړخيزم ته د نړۍ اړتياوې زياتې شوي. رئيس شي جين پينګ د چينايانو او نړيوالو د ګډو او اصلي ګټو سره سمې مهمې مفکورې وړاندې کړې چې د متقابل درناوي، عدالت، همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ دې د نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې شي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادول دې وهڅول شي او د دايمي سولې، عام امنيت، ګډ پرمختګ، ورخلاصون، ټول شموليت، پاکه او ښکلې نړۍ دې جوړه شي.

يانګ جې چه څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د نړيوالې همکارۍ او ګډ پرمختګ د هڅولو په موخه د چين له خوا برابر شوی نوښت دی او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې مهمه لار ده. حقيقت دا ښيي چې د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد به بېلا بېلو هېوادونو ته فرصتونه او برياليتوبونه ورسوي، دا د ټولو انسانانو له ګډو ګټو سره سمون لري. د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ د دوهمې دورې سرمشريز فورم به په بېجينګ کې جوړ شي، چين باور لري چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد به د بېلا بېلو خواوو د ګډون او کوښښونو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ډېرې ګټې ورسوي.

(( د نړيوالې همکارۍ غوښتنه او د څو اړخيزم ساتنه )) د مونيخ د امنيت د روانې غونډې اصلي موضوع ده. د څه باندې سلو هېوادونو دولتي او حکومتي مشرانو، د وزيرانو په کچه مامورينو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای