د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مونيچ درې ورځنی ۵۵م امنيتي کنفرانس د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د المان په مونيچ ښار کې پای ته ورسېد. د دغه کنفرانس په موده کې د څواړخيزې غوښتنې د ساتنې او د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا په اړه وړانديزونه چې د چين، المان او روسيې لخوا وړاندې شوي، د نړيوالې ټولنې او برخوالو استازو ملاتړ تر لاسه کړ.
د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس د فبرورۍ له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې په مونيچ کې تر سره شو او برخوالو د اتلانتيک سمندر پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، د ناټو د پوځي پانګو، د ايران د ذروي تړون او د سوريې مسئلې په شمول د ځينو تودو مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې. د څه باندې څلوېښتو هېوادونو او حکومتونو مشرانو، سلو وزيرانو او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان، د اقتصاد د نړيوال فورم، د م م د غلو دانو د نړيوالې ادارې په شمول د نړيوالو سازمانونو استازو په دغه کنفرانس کې ګډون درلود.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |