د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ونزويلا د بهرنيو چارو وزير جورج اريازا د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه وويل، هغه او د ونزويلا مسئلې په باب د امريکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په خبرو کې ويلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په راتلونکې کې هم د خبرو اترو فرصتونه شتون لري.
نوموړي وويل چې د خبرو اترو وړانديز د امريکا لخوا شوی. هغه زياته کړه چې د دواړو خواوو تر منځ هم ژور توپيرونه او هم د ګډې علاقې وړ مسئلې لري. ونزويلا غواړي چې له امريکا سره دا ډول خبرو اترو ته دوام ورکړي. په همدې ورځ، د امريکا درې پوځي الوتکې چې پکې د بشري پالنې مرستندويه توکي بار دي، د ونزويلا او کلمبيا تر منځ د سرحدي سيمې د کوکوټا ښار ته ورسېدلې. امريکا غواړي چې دغه توکي د سرحد له لارې ونزويلا ته ولېږدول شي. اريازا دې ته اشاره وکړه چې د امريکا د دې عمل موخه د ونزويلا په کورنيو چارو کې د لاسوهنې لپاره فرصت پيدا کول دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |