د سينهوا اژانس د خبري رسنيو د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه له بريتانيا، فرانسې او جرمني څخه وغوښتل چې د ايران اټومي مسئلې په اړه د شوي هر اړخيز تړون د ژغورنې لپاره لا زيات کوښښونه وکړي.
هغه په همدې ورځ د مونيخ په امنيتي غونډه کې ويل، د يادو درېيو هېوادونو او ايران تر منځ د تجارتي ملاتړ ميکانيزم کافي نه دی، درې هېوادونه دې د ايران د اټومي مسئلې په اړه د شوي هر اړخيز تړون د ژغورنې لپاره لا زيات کوښښونه وکړي. ايران اوس لا هم په دې تړون کې پر شويو ژمنو عمل کړی. له دې تړون څخه د بريتانيا، فرانسې او جرمني د وتلو په باب د امريکا د مرستيال ولسمشر غوښتنه بې اساسه کار دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |