CRI Online

اسرائيلو د فلسطين لپاره د ۱۴۰ مليونو امريکايي ډالرو په اندازه د اخيستل شويو مالياتو د کنګلولو پرېکړه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2019-02-18 09:57:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسرائيلو امنيتي کابينې د فبرورۍ د ۱۷مې نېټې په شپه پرېکړه وکړه چې د فلسطين لپاره کابو د ۱۴۰ مليونو امريکايي ډالرو په اندازه اخيستل شوي ماليات کنګل کړي. د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې شپه د يوې اعلاميې په خپرولو د دې کار سخته غندنه وکړه.

د اسرائيلو امنيتي کابينې په همدې شپه د يوې ابلاغيې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د خپل هېواد د امنيتي ارګانونو د اړوندو شمېرو له مخې فلسطين په ۲۰۱۸ کال کې ياده اندازه پيسې د اسرائيلو لخوا نيول شويو فلسطيني ترهګرو، د دوی کورنيو او خوشي شويو فلسطيني بنديانو ته ورکړې دي. نو ځکه د اسرائيلي قانون له مخې، اسرائيلو پرېکړه وکړه چې ياده پانګه کنګل کړي.

د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند نبيل ابو رودينا د ۱۷مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائيلو د يادې پرېکړې سخته غنده وکړه. په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې فلسطين د اسرائيلو ياد عمل په ټينګه سره ردوي. دا د فلسطينيانو د پيسو غصبول دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای