د سين هوا اژانس د خبر له مخې، امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د فبرورۍ د ۱۶مې نېټې په شپه په ټويټر کې ليکلي: امريکا د بريتانيا، فرانسې او المان په شمول له اروپايي هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې په سوريه کې د خپلو هېوادونو نيول شوي اورپکي دې بېرته خپلو هېوادونو ته يوسي او بيا دې هلته بند شي.
ټرمپ وويل چې داعش به ژر له منځه يووړل شي، خو که غړي يې خوشي شي، نو اروپا ته به ننوځي. امريکا نه غواړي دغه حالت وګوري.
د امنيت، قانون او يا ماليې په اثر تر اوسه پورې زياتره اروپايي هېوادونو د خپلو هېوادونو اروپکي نه دي قبول کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |