CRI Online

په اسلام اباد کې د افغان طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ غونډه وځنډېده

cri     (GMT+08:00) 2019-02-18 14:21:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ غونډه چې ټاکل شوې وه د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه تر سره شي، وځنډېده.

د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې ټاکل شوې وه له امريکايي پلاوي سره ياده غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه په اسلام اباد کې تر سره شي، خو په تور لېست کې د دوی د مذاکراتي ډلې د زياترو غړو شموليت او د امريکا د نه همکارۍ له امله د سفر زمينه برابره نه شوه. نوموړي ويلي چې د دې کار پړه بايد پر طالبانو وا نه چول شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای