د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال د چين د دوو ملي مجلسونو پر مهال د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې پلاوي په مشورتي ناسته کې د ګډون په وخت کې دې ته اشاره وکړه چې ګوانګ شي بايد د ورخلاصون په برخه کې فعال ګامونه پورته کړي او په هغو برخو کې دې هلې ځلې وکړي چې د پرانيستې په بڼه اقتصادي سيستم اباد کړي، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ته پرانيستنه پياوړې کړي او ورسره همکارۍ پراخې کړي، د سمندر، سيند او سرحد پر غاړه پروت د هراړخيز ورخلاصون ډګر جوړ کړي. د شي جين پينګ په وينا کې د ګوانګ شي د پرمختګ لوری څرګند شوی. ګوانګ شي له تېرو څو کلونو راهيسې له خپل سيمه ييز غوره والي څخه په استفادې د هېواد له نورو سيمو او بهرنيو سيمو سره همکارۍ پياوړې کړې، نو ګوانګ شي د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې يوه فعاله سيمه ګرځېدلې ده.
د چن جو ګنګ د اورګاډيو ختيځ ستېشن د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې، د چين د لويديځو سيمو او اروپا ترمنځ د سمندري او ځمکني ترانسپورت په شبکه کې يو مهم تمځای ګرځېدلی دی چې زيات کانټينرونه له دې لارې د چونګ چينګ، شان شي او ګان سو په شمول سيمو ته حتی اروپا ته ورسيږي.
د بې بو خلج بندر د ۱۰۰ هېوادونو او سيمو له څه باندې ۲۰۰ بندرونو سره ترانسپورتي تګ راتګ لري، د ځمکې مالونه د دې بندر له لارې جنوب ختيځې اسيا، هندي سمندر، ارام سمندر او د مديترانې سمندر ته ليږدول کيږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |