CRI Online

تريسا مې به د خبرو اترو لپاره يو ځل بيا بروکسيل ته لاړه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-20 16:17:05
تريسا مې به د خبرو اترو لپاره يو ځل بيا بروکسيل ته لاړه شي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ ۲۹مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيې د رسمي وتلو وروستې ورځ ده. د دې نېټې په درشل کې، د بريتانيا سياسي ټولنې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د جزياتو په اړه موافقې ته نه دي رسېدلې. د بريتانيا د لومړي وزارت ماڼۍ د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ چې تريسا مې به د روانې مياشتې په شلمه نېټه بروکسيل ته لاړه شي او د اروپايي ټولنې له مشرانو سره به له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو د اړوندو مسايلو، په تېره بيا د ايرلنډ د سرحد مسئلې په اړه خبرې اترې وکړي.

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو د چارو په اړه د دې هېواد وزير سټيفن برکلي د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د اروپايي ټولنې له استازي مايکل بارنير سره د خبرو اترو نتيجه د دې هېواد د کابينې غړو ته واوروله. سټيفن برکلي له دې څخه يوه ورځ مخکې يعنې په اتلسمه نېټه له مايکل بارنير، د بريتانيا له لوي څارنوال ګيوفری کوکس او نورو کارپوهانو سره خبرې اترې وکړې. ګډونوالو په عمده توګه د شمالي ايرلنډ او د ايرلنډ جمهوريت ترمنځ د سرحد د ټاکلو مسئلې په اړه بحث وکړ. برکلي وويل چې په دغو خبرو اترو کې تر يوې اندازې پورې برياليتوب تر لاسه شوی دی. دواړو خواوو موافقه وکړه چې خپلمنځي بحث ته به دوام ورکړي.

د شمالي ايرلنډ او د ايرلنډ جمهوريت ترمنځ د سرحد ټاکل له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په بهير کې يوه لويه ستونزه ده. د بريتانيا او اروپايي ټولنې لخوا لاسليک تړون د دې ستونزې له امله د بريتانيا د پارلمان لخوا رد شوی. د روان کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د بريتانيا د استازو جرګې د رايګيرۍ له لارې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون د تعديل مسوده تصويب کړه او له تريسا مې څخه يې غوښتنه وکړه چې په دوامداره توګه له اروپايي ټولنې سره خبرې اترې وکړي چې په اوسني تړون کې د شمالي ايرلنډ او د ايرلنډ جمهوريت ترمنځ د سرحد په اړه لاسليک شوي محتويات تعديل کړي. که څه هم تريسا مې له دوو اوونيو راهيسې ډېر کوښښونه کړي، خو اروپايي ټولنې څو ځلې له دې ټولنې سره د بريتانيا د خبرو اترو د بيا پيل غوښتنه رد کړې ده.

که څه هم د بريتانيا حکومت له اروپايي ټولنې سره د خبرو اترو د بيا پيل لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې، خو لږ پرمختګ يې موندلی. بله خوا د بريتانيا د واکمن محافظه کار ګوند او د کارګرو ګوند په دننه کې اختلافونه مخ په ډېرېدو دی. د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د بريتانيا د حکومت د مهم مخالف کار ګوند اوو تنو وکيلانو په ډله ييزه توګه له دې ګوند څخه د وتلو اعلان وکړ او له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه يې د کارګرو ګوند د مشر جيريمي کوربن له لارو چارو سره سخت مخالفت څرګند کړ.

واکمن ګوند يعنې محافظه کار ګوند په دننه کې د اختلافونو حالت هم کتلی، تريسا مې د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د دې ګوند ۳۱۷ تنو وکيلانو ته يو پيغام واستاوه او پکې يې له دوی څخه غوښتنه وکړه چې بايد له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو له تړون څخه ملاتړ وکړي. خو د دې هېواد د خبري رسنيو د تازه خبر له مخې، د محافظه کار ګوند ځيني وکيلان به ښايي په نږدې وخت کې له دې ګوند څخه ووځي.

د څېړونکو په اند، د بريتانيا د محافظه کار ګوند او د کارګرو ګوند په دننه کې له اختلافونو څخه ښکاري چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتلو د دې هېواد پر حکومت، سياسي ډګر او ټولنې ډېرې اغېزې کړې او بريتانيا له ډېرو ستونزو سره مخ ده. له شوي تړون سره سم به بريتانيا د مارچ په ۲۹مه نېټه په رسمي توګه له اروپايي ټولنې څخه ووځي، که بريتانيا له اروپايي ټولنې سره د اوسني تړون د تعديل په اړه موافقې ته و نه رسېږي، نو د بريتانيا پارلمان به د روانې مياشتې په پای کې د رايګيرۍ له لارې راتلونکی عمل غوره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای