CRI Online

د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د لويې بندري سيمې د پرمختګ پلان په اړه د معرفۍ غونډه په هانکانګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-22 17:25:12

د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د لويې بندري سيمې د پرمختګ پلان په اړه د معرفۍ غونډه د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې په سهار په هانکانګ کې تر سره شوه. د نوموړيو دريو ځايونو او اړوندو څانګو نژدې ۸۰۰ مېلمانو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې مشرې لين جنګ يو عه په خپله وينا کې وويل، چې هانکانګ د چين د يو هېواد او دوو نظامونو تر پاليسۍ لاندې ځانګړي غوره والی لري.

(( د لويې بندري سيمې د ګډ پرمختګ هڅونه به د پولي چارو، سمندري او هوايي ترانسپورت او سوداګرۍ په برخو کې د هانکانګ مهم نړيوال مقام پياوړی کړي. هانکانګ بايد د لويې بندري سيمې په ابادۍ کې خپل رول له تماس نيوونکي څخه فعال کډون کوونکي ته بدل کړي. ځايي حکومت به پکې د هڅه کوونکی رول ولوبوي، او د هانکانګ ټول ښاريان به د لويې بندري سيمې له ابادۍ څخه ګټې واخلي. ))

د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د لويې بندري سيمې د ابادۍ د لارښوونکي ډلې د دفتر مرستيال لي نيان شيو په غونډه کې وويل، چې د دې سيمې د ابادۍ په چارو کې بايد پر څلورو اصولو ټينګار وشي.

(( لومړی، تل دې پر دې اصل ټينګار وشي، د يو هېواد او دوو نظامونو تګلارې د تطبيق پر بنسټ دې د هانکانګ او مکاو ځايي خلک د لوړې کچې په صلاحيت پخپله د دغو دوو سيمو اداره وکړي. دوهم، ټولې چارې بايد د اساسي قانون او نافذه قوانينو له مخې تر سره شي چې دا له قوانينو سره سم د هېواد د اداره کولو او د هانکانګ او مکاو د قانوني نظام د ساتلو اصلي غوښتنه ده. درېيم، د سرچينو ترتيبات بايد د بازارونو له مخې جوړ شي او حکومت بايد ښه خدمتونه وکړي. څلورم، د لويې بندري سيمې خلک بايد د دې سيمې له ابادۍ څخه ګټې واخلي. ))

د ګوانګ دونګ ولايت والي ما شنګ ژوی وويل، چې ګوانګ دونګ به د لويې بندري سيمې د ابادۍ فرصت ونيسي، د اصلاحاتو روحيه به په پر له پسې توګه پلې کړي او د هېواد د ستراتيژۍ لپاره به لا زيات او مهم خدمتونه وکړي. ګوانګ دونګ به په نژدې موده کې د ياد پلان د پلي کولو لپاره درې کلنه عملي نقشه صادره کړي.

(( موږ به د قانون، خدمتونو، پولي چارو، طبي چارو او ساختمانۍ په اړه د مقرراتو او تګلارو په برخو کې د دريو ځايونو ترمنځ پيوستون پياوړی کړو. د لوی بندر په سيمه کې د علمي تکنالوژۍ او نوښت نړيوال مرکز د تاسيس لپاره به ګډې هڅې وکړو او د ګوانګ جو، شن جن، هانکانګ او مکاو ترمنځ د تکنالوژۍ او نوښت دهليز به جوړ کړو. د دې لپاره به ګډ کوښښونه وکړو چې د لوی بندر په سيمه کې د مهمو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ وخت يو ساعت ته کم شي. په نړيوالو بازارونو کې د پرمختګ موندلو لپاره به همکارۍ وکړو او له بهرنيو پانګو څخه په استفادې خپل کاري کيفيت او سويه به لوړه کړو. ))

د مکاو د ځانګړې اداري سيمې مشر څوی شه ان وويل،

(( موږ به د مکاو د غوره والي په کارولو سره د لوی بندر سيمې ابادي د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ سره ونښلوو او کورني بازارونه به له بهرنيو هېوادونو سره ونښلوو، څو چې د داخلي ښارونو او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پورتګالي ژبې ويوونکو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به پياوړې شي، د لوی بندر سيمه به د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مهمه برخه وګرځي.))

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د سيمه ييز اقتصاد څانګې مشر ګو لان فنګ وويل، چې په ۲۰۱۸ کال کې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د لوی بندر په سيمه کې عمومي اقتصادي ارزښت ۱۶۰۰ مليارډه امريکا ډالرو ته رسېده. د هېواد زياتو تصديو د هانکانګ له لارې له نړيوالو بازارونو سره ارتباط ټينګ کړی دی. په نوې زمانه کې د هانکانګ او مکاو ځانګړی رول نه بدلېدونکی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای