CRI Online

تبصره: د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ګډو نظريو د پلې کولو لپاره په کليدي مهال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-23 16:18:33

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ځانګړي استازي، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو له غړي، د چين له مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ په اړه د چين له لارښوونکي ليو هه سره وکتل. ليو هه اوس په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو د عالي اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو په اووم پړاو کې د ګډون په موخه د دغه ښار په سفر پوخت دی. ټرمپ وويل، چې د عالي سلامشورو په دې پړاو کې ستر پرمختګ موندل شوی، خو زيات کارونه لا هم پاتې دي، نو دواړو خواوو پريکړه کړې چې د عالي سلامشورو همدا پړاو دوه ورځو ته اوږد کړي.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د عالي اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو له پيل راهيسې لومړی ځل دی چې د مشورو وخت اوږدېږي. له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سلامشورې د مثبت پرمختګ پر بنسټ په کليدي او وروستي پړاو کې دي او د دواړو هېوادونو مرکچي ډلې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ګشويو ګډو موافقو د پلې کولو لپاره په اضافي کاري حال کې دي.

د امريکا د کابينې د بودجې دفتر څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې که امريکا د ګمرکي مالياتو پر اوسني سويې ټينګار وکړي، له دې امله به په راتلونکو لسو کلونو کې د امريکا د GDP د زياتوالي کلنی منځنی انډول د عادي حالت په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه کم شي. د چين حکومت هم څرګنده کړه چې د چين اقتصاد د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اصطکاک په شمول د بهرنيو عواملو له امله د نرمېدو له فشار سره مخامخ دی. په عين وخت کې څو نړيوالو ارګانونو له اوږدې مودې وروسته د سږ کال لپاره د نړيوال اقتصاد د زياتوالي په اړه مطلوب هدف کم کړی دی. د نوبل اقتصادي جايزې اخيستونکي پاول قروګمان خبرداری ورکړی چې نړيوال اقتصاد ښايي د ۲۰۱۹م کال په پای کې او يا د ۲۰۲۰م کال په سر کې د ځوړتيا په حال کې وي. نو په دې مناسبت د دسمبر په منځنۍ کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو د شروع کېدو راپدېخوا په ټوله نړۍ کې مختلف اسهامي بازارونه د سمسورتيا په حال کې دي او له دې څخه څرګندېږي چې د پانګونو بازار د چين او امريکا ترمنځ د اصطکاک د حلولو په تمه دی.

په تېره مياشت کې د چين او امريکا ترمنځ د عالي اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو درې پړاوونه تر سره شوي دي. د مختلفو پړاوونو ترمنځ فاصله لنډه شوې، د تر سره کېدو پړاونه يې زيات شوي او د هر پړاو وخت اوږد شوی دی. له دې څخه ښکارېږي چې د دواړو هېوادونو ډلې د کوښښ کولو په حال کې دي او باور او اعتماد لري چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ګډې نظريې پلې کړي.

البته، څرنګه چې د چين او امريکا ترمنځ دولتي حالات، ټولنيز نظامونه او کولتوري دودونه بېل دي، نو چين په دې پوهېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اصطکاک پېچلی او سخت دی او ښايي د اوږدې مودې لپاره پاتې شي. نو که سلامشورې کومه پايله تر لاسه کړي، چين به د خپل پلان له مخې اصلاحات ژور کړي او ورخلاصون به پراخ کړي، تر څو اقتصاد په ښه کيفيت سره پرمختګ ومومي. ځکه چې په ښه توګه د خپلو چارو تر سره کول په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون ارزښتناکې تجربې دي او د بهرني باد او باران د مخنيوي چتر هم دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای