د سین هوا اژانس دخبر له مخې د روانې میاشتې په ۲۲ مه نیټه د پژواک د خبري اژانس خبر ورکړ چې د طالبانو ویاند مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو او امریکا مرکچیان به د قطر په دوحه کې بیا خبرې اترې وکړي او دغه غونډه به مثبته نتیجه ومومي.
نوموړي ویاند هغه خبر رد کړی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا برادر به د طالبانو د واخلي اختلافتونو له امله په اړوندو خبرو اترو کې ګډون ونه کړي. هغه وویل چې برادر د خبرو اترو لپاره یو ګروپ ته صلاحیت ورکړی چې د امریکا له ځانګړي استازي سره خبرې اترې وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |