CRI Online

افغان حکومتي پوځ ۱۱ تنه وسله وال وژلي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-23 21:14:08
افغان حکومتي پوځ ۱۱ تنه وسله وال وژلي

د افغانستان د دفاع وزارت د روانې میاشتې په ۲۳ مه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امنیتي پوځ په وروستیو ورځو کې په غزني او هلمند ولایتونو کې پوځي عملیات ترسره کړي دي او په نتیجه کې یې ۱۱ تنه وسله وال کسان وژلي او ۱۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

په تیرو څو میاشتو کې افغان حکومتي پوځ په هیواد کې د حکومت ضد وسله والو کسانو پرضد بریدونه زیات کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای