CRI Online

د م م د يوه راپور له مخې: تېر کال په افغانستان کې په پوځي کشالو او شخړو کې څه باندې لس زره عامو وګړيو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-24 17:06:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م استازندويه دفتر ( يوناما) د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره وويل، په ۲۰۱۸م کال کې په پوځي کشالو او شخړو کې ۱۰۹۹۳ تنه عامو وګړيو ته مرګ ژوبلې اوښتې چې له دې جملې څخه ۳۸۰۴ تنه وژل شوي او ۷۱۸۹ تنه نور ټپيان دي. په وژل شويو کسانو کې ۹۲۷ ماشومان دي.

په دغه راپور کې راغلي چې دغه شمېر د پخوا په پرتله زيات دی او د وژل شويو ماشومانو شمېر په تاريخ کې ساری نه لري. زياتره مرګ ژوبلې د حکومت ضد وسله والو ډلو لخوا د شويو بريدونو له امله رامنځته شوې چې له دې جملې څخه ٪۳۷ د طالبانو لخوا، ٪۲۰ د داعش لخوا او ٪۶ د نورو وسله والو ډلو لخوا تر سره شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای