CRI Online

د چين او امريکا ګډې ګټې دې پراخې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-25 16:19:59

چين او امريکا د سلامشورو په دغه پړاو کې د اقتصادي او سوداګريزو خنډونو د حل وفصل په برخه کې يو مهم او څرګند ګام اخيستی دی. د مشورې په وروستيو پړاوونو کې دواړه خواوې د مهمو مسئلو په اړه اصلي موافقې ته رسېدلي او د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه يې د تفاهم ياددښت په اړه بحث کړی دی. د سلامشورې په روان پړاو کې دواړو خواوو د مشخصو مسئلو په اړه واقعي پرمختګ کړی او د موافقه ليک په اړه یي خبرې اترې کړې وي .

داسې ويل کېږي چې د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې مشورې د پام وړ پرمختګ د ګډو ګټو د پراختيا لپاره د دواړو خواوو له هڅو سره تړاو لري. د دې پړاو مشورتې پايلې د سوداګرۍ توازن او د جوړښت مسئلو پورې اړه لري. چين به له امريکا څخه لازيات زراعتي محصولات او خدمتي توليدات وارد کړي. دا به نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ توازن په اړه د امريکا د اندېښنې د حل لپاره، بلکې د ښه ژوند لپاره د خلکو غوښتنې د پوره کېدو او د کورني صنعتي جوړښت د ودې لپاره هم ګټور دی.

د مثال په توګه د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون او دولتي شورا په تېره اوونۍ کې لومړۍ نمبر سند خپور کړ . په دغه سند کې د غلودانو د امنيت ساتلو په برخه کې په چين کې د ځينو کرنيزو توکو د زيات واردولو او د مختلفو وارداتي چينلونو پراختيا لپاره وړانديز شوی دی.

د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ د جوړښتي مسئلې په اړه د امريکا اړوندې غوښتنې د چين د ملي ګټو او ملي امنيت سربېره، د چين د ژورو اصلاحاتو، ورخلاصون او د لوړ کيفيت اقتصادي پرمختګ له لوري سره سمون لري . د بېلګې په توګه د پوهنې د ملکيت حق ساتنه د هر نوي پرمختيايي هېواد غوښتنه ده او هم د نړيوال سوداګريز نظام معيشت دی. چين او امريکا د نړۍ د دوو اقتصادونو په توګه د پوهنې د ملکيت حق ساتنې په برخه کې ګډې ګټې لري. په دې وروستيو کلونو کې د پوهنې ملکيت ساتنې په اړه محتويات څو ځلې د چين او امريکا د خبرو اترو د پايلو په لېسټونو کې شامل شوي دي. د اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې اوسني پړاو د يادې مسئلې په برخه کې لوی پرمختګ کړی دی، دا په بشپړه توګه د دواړو خواوو غوښتنو او د ګټو د افشا کولو ښکارندويی کوي.

د دې مشورې په روان پړاو کې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د مشرانو له لارښوونې سره سم به راتلونکي کارونه تر سره کړي. د دواړو هېوادونو مشرانو د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو خنډونو د لېرې کولو په برخه کې تل مهم لارښوونکی رول لوبولی دی. دا به د دواړو خواوو لپاره يوه لويه ازموينه وي چې څنګه د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای