CRI Online

شي جين پينګ له قوانينو سره سم د حکومتوالۍ په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د کمېټې د دوهمې غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-25 21:03:51

د سينهو اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کميټې مشر او د حکومتوالۍ په اړه د ياد کميسيون د کمېټې مشر شي جين پينګ د فبرورۍ د ۲۵مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د نوموړې کمېټې د دوهمې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق ۴۰ کلنې تجربې دا ښيي چې د اصلاحاتو او ورخلاصون بېلا بېل کارونه له قوانينو سره سم د حکومتوالۍ څخه نه جلا کېدوونکي دي، بايد د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژوروالي په بهير کې له قوانينو سره سم د هېواد پر ادارې ټينګار وکړو. له قوانينو سره د حکومتوالۍ د پياوړتيا لپاره دې پلانونه بشپړ شي، د اړوندو کارونو کيفيت او موثريت دې لوړ شي، د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره دې خدمتونه وشي، ښه او ثابت ټولنيز چاپيريال دې جوړ شي، اداره دې له بهرنيو چارو سره تړاو لرونکو برخو کې له قوانينو سره سمه پياوړې شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای