CRI Online

وانګ يي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-02-26 09:39:24
وانګ يي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ټليفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ټليفوني خبرې وکړې.

قريشي په هندي کشمير کې د شوي ځانمرګي بريد په اړه د پاکستان دريځ او د پاکستان اړوند تدبيرونه وانګ يي ته وروپېژندل او و يې ويل، پاکستان د دې بريد د واقعيت لټولو لپاره له هند سره د خبرو اترو او همکارۍ صميمت او اراده لري. د سيمه ييزې سولې د ساتنې او د ترهګرۍ ضد د مبارزې په اړه د پاکستان دريځ نه بدلېږي، پاکستان غواړي په دې برخه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي.

وانګ يي له قريشي څخه مننه وکړه چې اړوند مالومات يې ورسره شريک کړل ، وانګ يي چين له پاکستان څخه ملاتړ کوي چې له هند سره د خبرو اترو له لارې اړوندې مسئلې حل کړي او د وضعيت له ترينګلتيا څخه ډډه وشي، له هند سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د جنوبي اسيا سوله او ثبات وساتي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای