CRI Online

روسيه د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ د سلامشورې پايلو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-26 09:52:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ د اووم پړاو عالي سلامشوره د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پای ته ورسېده. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هغه به د مارچ له لومړۍ نېټې مخکې له چين څخه امريکا ته د واردونکو شويو مالونو د تعرفو د لوړولو پلان وځنډوي. دواړو خواوو په څو ساحو کې د مشخصو مسئلو په اړه واقعي پرمختګ کړی. د روسيې خبري رسنۍ د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ سلامشورې ته ډېره پاملرنه کوي.

د روسيې د فدرالي شورا د اقتصادي تګلارو کميسيون رئيس ديميتري ميزنتسيف د چين نړيوالې راډيو خبريال ته وويل چې يادې سلامشورې د ارامتيا نښه ورکوي. هغه وويل، هر عمل چې کولی شي د نړيوال اقتصادي او سوداګريز اصطکاک او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو شخړو کمولو کې مرسته وکړي او د نړيوالو قوانينو او ګډو ګټو ملاتړ کوي ،بايد ملاتړ يې وشي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای