د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ځواکونو وياند د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه وويل، افغان ځواکونو په همدې ورځ نظامي عمليات ترسره کړل او د طالبان له يو زندان څخه يې لس تنه پوليس خلاص کړل.
نوموړي وويل، د همدې ورځې په سهار د افغانستان ځانګړي ځواکونو د بلخ ولايت په شمال کې د طالبانو پر يو زندان بريد وکړ، څلور تنه اورپکي يې ووژل او لس تنه پوليس يې خلاص کړل چې په ناقانوني توګه نيول شوي وو.
په تېرو څو مياشتو کې افغان ځواکونو په دې سيمه کې له طالبانو سره څو ځله سختې جګړې کړې وې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |