د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سمندري نفتو شرکت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ، د چين د بو های په نوم سمندري سيمه کې د طبيعي ګازو د لټولو په کار کې ستر برياليوب تر لاسه شوی چې د بو جونګ نولس - شپږ نمبر د نفتو او ګازو لرونکې سيمه کې د سل مليارډومکعب مترو په حجم طبيعي ګاز او د سل مليونو مکعب مترو په حجم نفت پيدا شوي دي.
د ياد شرکت مشر يانګ هوا وويل، د بو جونګ نولس - شپږ نمبر د نفتو او ګازو لرونکې سيمې په پيدا کېدو سره د طبيعي ګازو د کشف کېدو لپاره نوې مرحله پيل شوې او د نفتو او طبيعي ګازو لرونکې نوې سيمه تصديق شوې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |