CRI Online

په ژنيو کې د اتو هېوادونو دايمي استازو او چارواکو له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-26 16:20:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ژنيو کې د پاکستان، ونزويلا، کيوبا، مصر، کمبوديا، روسيې، سنيګال او بلاروس په شمول د اتو هېوادونو دايمي استازو او مهمو چارواکو د چين د بهرنيو چارو وزارت په بلنه د فبرورۍ له ۱۶مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه. د ياد هئيت غړو د شينجيانګ د مسلکي او کسبي تعليم او روزنې مرکز له زده کوونکو، ښوونکو او د مختلفو قومونو له اوسېدونکو سره تر مخا مخ خبرو وروسته خبر ورکړی چې د شينجيانګ د مسلکي او کسبي تعليم او روزنې پر کارونو باندې د ځېنو رسنيو نيوکې حقيقت نه لري. دوی د قوانينو سره سم د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د عامو وګړيو د مذهبي ازادۍ د ساتنې او د ملي لږکيو د دوديزو کولتورونو د ساتلو په برخو کې د چين د شويو کارونو ستاينه وکړه.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په شينجيانګ کې په پر له پسې ۲۵ مياشتو کې ترهګيزې پېښې نه دي رامنځته شوې.

په ژنيو کې د کمبوديا استازي وويل، ترهګري او تندلاري د شيجيانګ سولې ته زيان رسوي او له امله يې زياتې مرګ ژوبلې رامنځته شوې. هر ډول ترهګري د منلو وړ نه ده. په شينجيانګ کې په تېرو پر له پسې ۲۵ مياشتو کې ترهګريزې پېښې نه دي رامنځته شوې. د چين حکومت سم تدبيرونه نيسي. هيله ده چې داسې تدبيرونو ته به دوام ورکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای