CRI Online

د چين کارپوه: د افغان طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو د پنځم پړاو برياليتوب په دوو عواملو پورې اړه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-02-26 16:34:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د لان جو پوهنتون د افغانستان د چارو په اړه د څېړنيز مرکز مدير جو يونګ بياو د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه وويل چې د افغان طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو د پنځم پړاو برياليتوب په دوو عواملو پورې اړه لري. لومړۍ، کېدای شي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مستقيمې خبرې اترې تر سره شي، او ښايي په راتلونکي کې افغان حکومت د مذاکراتو په توګه په درې اړخيزو يا څلور اړخيزو خبرو اترو کې ګډون وکړي. دوهم، دا هم کېدای شي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره مشخص مهال وېش چمتو شي، او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ يو ځل بيا لنډ مهاله اوربند رامنځته شي.

د قطر خبري اژانس د خبر له مخې، د افغان طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو په همدې ورځ د قطر په پلازمېنه دوحا کې تر سره شوې.

د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټولنيزه رسنۍ خبر ورکړ چې د طالبانو سياسي مشر ملا عبدالغني برادر دوحې ته ورسېد. د دواړو خواوو استازو په همدې ورځ مقدماتي خبرې اترې وکړې او د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه به رسمي خبرې اترې پيل کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په همدې ورځ په خپله ټويټر پاڼه کې وويل چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اوسنی پړاو ممکن يوه مهمه شيبه وګرځي چې له مخې به يې دغه خبرې د مثبت کار پيلامه واوسي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای